سورت ملک
PDF —
30 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت ملک pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت ملک pdf پښتو — ډاونلوډ سورت ملک ژباړه. ملک (Meccan) 30 آیت.

Related



سورت ملک
30 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚ
ډېر بركت والا دى هغه ذات چې خاص د هغه په لاس كې بادشاهي ده، او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
ﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦﭧ
هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى۔ او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى
ﭨﭩﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼ
هغه (الله) چې اوه اسمانونه يې طبقې طبقې (لاندې باندې) پیدا كړي دي، ته به د رحمٰن په پیداكونه كې هېڅ خلل (او فرق)، ونه وینې۔، پس سترګې بېرته راواړه۔، ایا ته كوم څیرې والى (او چاود) وینې
ﭽﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇ
بیا سترګې راواړه دوه ځلې۔، تا ته به سترګې بېرته راوګرځي، چې ذلیله به وي، په دې حال كې چې ستړې ستومانه به وي
ﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔﮕ
او یقینًا یقینًا مونږ دا تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (ستوریو) سره ښايسته كړى دى او مونږ دغه (ډېوې، یعنې ستوري) د شیطانانو د وېشتلو لپاره ذریعې جوړې كړې دي او مونږ د دوى لپاره ډېر سوځوونكى عذاب تیار كړى دى
ﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞ
او د هغو كسانو لپاره چې په خپل رب باندې كافران شوي دي د جهنم عذاب دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
ﮟﮠﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧ
كله چې دوى په ده كې وغورځول شي دوى به د ده (لكه د خر) بد اواز واوري، په داسې حال كې چې دا به خوټكېږي
ﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗ
نژدې به وي چې دى له غصې نه ټوټې شي، هر وارې چې په ده كې یوه ډله وغورځول شي (نو) له دوى نه به د دغه (دوزخ) څوكیداران پوښتنه وكړي چې ایا تاسو ته وېروونكى (پېغمبر) نه و راغلى؟
ﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩﯪ
دوى به وايي: ولې نه! یقینًا مونږ ته وېروونكى راغلى و، پس مونږ (د هغه) تكذیب وكړ (هغه مو دروغجن وګاڼه) او مونږ وویل چې الله هېڅ شى هم نه دى نازل كړى۔، نه یئ تاسو مګر په ډېره لویه ګمراهۍ كې
ﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳﯴﯵﯶ
او دوى به وايي: كه چېرې مونږ اورېدل كولى، یا مو له عقل نه كار اخيستلى (نو) مونږ به (نن) د دوزخ په ملګرو كې نه وى
ﯷﯸﯹﯺﯻﯼ
نو دوى د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو د دوزخ والاو لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى
ﯽﯾﯿﰀﰁﰂﰃﰄﰅﰆ
بېشكه هغه كسان چې له خپل رب نه په غیبو (نالېدلو) سره وېرېږي، د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚﭛ
او تاسو خپله خبره پټه وكړئ، یا تاسو هغه ښكاره وكړئ، بېشكه هغه (الله) د سینو په پټو خبرو هم ښه عالم دى
ﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣ
ایا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى
ﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳ
دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه تابع ګرځولې ده، نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې ګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ او خاص ده ته (ستاسو) بیا ژوندي راپورته كېدل دي
ﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿ
ایا تاسو په امن (او بې وېرې) شوي يئ له هغه ذات نه چې په اسمان كې دى، له دې نه چې هغه تاسو په ځمكه كې ښكته ننباسي، بیا دغه (ځمكه) ناڅاپه لړزان شروع كړي
ﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍ
ایا تاسو له هغه ذات، نه چې په اسمان كې دى په امن (او بې وېرې) شوي یئ، له دې نه چې پر تاسو باندې د كاڼو باران راخوشې كړي، نو چې تاسو به ژر پوه شئ چې زما وېرول څنګه دي
ﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔﮕﮖ
او یقینًا یقینًا هغو كسانو (د خپلو رسولانو) تكذیب كړى و چې له دغو خلقو نه مخكې وو، نو زما انكار او عذاب څنګه وو؟
ﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧﮨ
او ایا دوى د خپل (سر) له پاسه مرغانو ته نه دي كتلي، په داسې حال كې چې خپل وزرونه پرانستونكي وي او ټولوي يې، دوى (له پرېوتلو نه) نه راټینګوي مګر رحمن ذات، بېشكه هغه هر شي لره ښه ليدونكى دى
ﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚ
ایا څوك دى هغه كس (اى مشركانو!) چې هغه ستاسو لپاره لښكر دى چې له رحمٰن نه غیر به ستاسو مدد وكړي، كافران نه دي مګر په دوكه (او غولېدلو) كې
ﯛﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨ
ایا څوك دى هغه ذات چې تاسو ته به روزي دركړي كه چېرې هغه (الله) خپل رزق بند كړي۔ بلكې دوى په سركشۍ او تېښته كې ننوتلي (او پاخه شوي) دي
ﯩﯪﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳﯴﯵ
ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ باندې نسكور ځي ښه لار موندونكى دى، يا هغه څوك چې په نېغه لار سم برابر روان دى؟
ﯶﯷﯸﯹﯺﯻﯼﯽﯾﯿﰀﰁﰂﰃ
ته (دوى ته) ووایه: دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ او تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي دي۔ (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ
ﰄﰅﰆﰇﰈﰉﰊﰋﰌ
ته (دوى ته) ووایه چې دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص ده ته به تاسو ورجمع كولى شئ
ﰍﰎﰏﰐﰑﰒﰓﰔ
او دوى وايي چې دغه (د قیامت) وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ؟
ﰕﰖﰗﰘﰙﰚﰛﰜﰝﰞ
ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه (د قیامت) علم خو يواځې الله ته دى او بېشكه زه خو يواځې ښكاره وېروونكى یم
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞ
نو كله چې دوى دغه (عذاب) ډېر نژدې وویني (نو) د هغو كسانو مخونه به بدشكله (او تور) شي چې كافران شوي وو او وبه ویل شي چې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا ژر غوښته
ﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭﭮ
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې الله ما او هغه كسان چې زما سره دي، هلاك (او مړه) كړي، یا پر مونږ رحم وكړي، نو څوك دى چې كافران به له ډېر دردونكي عذاب نه بچ كړي؟
ﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽ
ته (دوى ته) ووایه: هم دغه (الله) رحمٰن دى، مونږ په ده ایمان راوړى دى او مونږ خاص په ده باندې توكل كړى دى، نو تاسو به ژر پوه شئ چې هغه څوك دى چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى
ﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﮈ
ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې ستاسو اوبه (په ځمكه كې) ډېرې ښكته لاړې شي۔، نو څوك دى چې تاسو ته به روانې اوبه راولي؟

قرآن کریم


Tuesday, August 18, 2026

Don't forget us in your sincere prayers