PDF —
25 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت انشقاق pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت انشقاق pdf پښتو — ډاونلوډ سورت انشقاق ژباړه. سورت انشقاق (Meccan) 25 آیت.

→ مطففینسورت انشقاق بروج ←


25 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﭣﭤﭥﭦ
84:1 كله چې اسمان څیرې شي
ﭧﭨﭩﭪ
84:2 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى
ﭫﭬﭭﭮ
84:3 او كله چې ځمكه راښكلى شي
ﭯﭰﭱﭲﭳ
84:4 او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي
ﭴﭵﭶﭷ
84:5 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده
ﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿﮀ
84:6 اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې
ﮁﮂﮃﮄﮅﮆ
84:7 نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي
ﮇﮈﮉﮊﮋ
84:8 نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب
ﮌﮍﮎﮏﮐ
84:9 او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي
ﮑﮒﮓﮔﮕﮖﮗ
84:10 او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي
ﮘﮙﮚﮛ
84:11 نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي
ﮜﮝﮞ
84:12 او د دوزخ بل اور ته به ننوځي
ﮟﮠﮡﮢﮣﮤ
84:13 بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و
ﮥﮦﮧﮨﮩﮪ
84:14 بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي
ﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓ
84:15 ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و
ﯔﯕﯖﯗ
84:16 نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)
ﯘﯙﯚﯛ
84:17 او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي
ﯜﯝﯞﯟ
84:18 او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي
ﯠﯡﯢﯣﯤ
84:19 چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه
ﯥﯦﯧﯨﯩ
84:20 نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي
ﯪﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱ
84:21 او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي
ﯲﯳﯴﯵﯶ
84:22 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي
ﯷﯸﯹﯺﯻ
84:23 او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي
ﯼﯽﯾﯿ
84:24 نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚ
84:25 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers