PDF —
19 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت اعلی pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت اعلی pdf پښتو — ډاونلوډ سورت اعلی ژباړه. سورت اعلی (Meccan) 19 آیت.

→ طارقسورت اعلی غاشیه ←


19 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮟﮠﮡﮢﮣ
87:1 ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى
ﮤﮥﮦﮧ
87:2 هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل
ﮨﮩﮪﮫ
87:3 او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله
ﮬﮭﮮﮯ
87:4 او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده
ﮰﮱﯓﯔ
87:5 بيا يې هغه وګرځوله وچه توره
ﯕﯖﯗﯘ
87:6 ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې
ﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣ
87:7 مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي
ﯤﯥﯦ
87:8 او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو
ﯧﯨﯩﯪﯫ
87:9 نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)
ﯬﯭﯮﯯ
87:10 ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي
ﭑﭒﭓ
87:11 او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي
ﭔﭕﭖﭗﭘ
87:12 هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي
ﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟ
87:13 بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري
ﭠﭡﭢﭣﭤ
87:14 یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو
ﭥﭦﭧﭨﭩ
87:15 او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ
ﭪﭫﭬﭭﭮ
87:16 بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ
ﭯﭰﭱﭲ
87:17 حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى
ﭳﭴﭵﭶﭷﭸ
87:18 بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي
ﭹﭺﭻﭼ
87:19 د ابراهیم او موسی په صحیفو كې

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers