PDF —
59 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت دخان pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت دخان pdf پښتو — ډاونلوډ سورت دخان ژباړه. سورت دخان (Meccan) 59 آیت.

→ زخرفسورت دخان جاثیه ←


59 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﭑﭒ
44:1 حا، ميم
ﭓﭔﭕ
44:2 قسم دى په بیانوونكي كتاب
ﭖﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟ
44:3 بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو
ﭠﭡﭢﭣﭤﭥ
44:4 په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي
ﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭ
44:5 زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ (د رسولانو) لېږونكي وو
ﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶ
44:6 ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
ﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿﮀ
44:7 چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي۔، كه تاسو یقین كوونكي يئ
ﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌ
44:8 نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي۔، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى
ﮍﮎﮏﮐﮑﮒ
44:9 بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي
ﮓﮔﮕﮖﮗﮘﮙ
44:10 پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي
ﮚﮛﮜﮝﮞﮟﮠ
44:11 چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى
ﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧ
44:12 اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو
ﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯ
44:13 دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و
ﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗ
44:14 بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل: (دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى
ﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟ
44:15 بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو۔، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ
ﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦ
44:16 (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو
ﯧﯨﯩﯪﯫﯬﯭﯮﯯﯰ
44:17 او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و۔ او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و
ﯱﯲﯳﯴﯵﯶﯷﯸﯹﯺﯻ
44:18 چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚﭛ
44:19 او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم
ﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢ
44:20 او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ
ﭣﭤﭥﭦﭧﭨ
44:21 او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ
ﭩﭪﭫﭬﭭﭮﭯ
44:22 بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى
ﭰﭱﭲﭳﭴﭵ
44:23 نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي
ﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽ
44:24 او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر
ﭾﭿﮀﮁﮂﮃ
44:25 دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې
ﮄﮅﮆﮇ
44:26 او فصلونه او ډېر د عزت ځاى
ﮈﮉﮊﮋﮌ
44:27 او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو
ﮍﮎﮏﮐﮑﮒ
44:28 همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل
ﮓﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛ
44:29 نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو
ﮜﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣ
44:30 او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل
ﮤﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬ
44:31 له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و
ﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔ
44:32 او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره (په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو)
ﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜ
44:33 او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و
ﯝﯞﯟﯠ
44:34 بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي
ﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩ
44:35 نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو
ﯪﯫﯬﯭﯮﯯ
44:36 نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ
ﯰﯱﯲﯳﯴﯵﯶﯷﯸﯹﯺﯻﯼﯽ
44:37 ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو
ﯾﯿﰀﰁﰂﰃﰄﰅ
44:38 او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو
ﰆﰇﰈﰉﰊﰋﰌﰍﰎ
44:39 مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره۔ او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
44:40 بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده
ﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡ
44:41 هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي
ﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪ
44:42 لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﭫﭬﭭﭮ
44:43 بېشكه د زقوم ونه
ﭯﭰﭱ
44:44 د غټ ګناهګار خوراك دى
ﭲﭳﭴﭵﭶ
44:45 د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي
ﭷﭸﭹ
44:46 د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان
ﭺﭻﭼﭽﭾﭿ
44:47 تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ
ﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇ
44:48 بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ
ﮈﮉﮊﮋﮌﮍ
44:49 (ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې
ﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔ
44:50 بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه
ﮕﮖﮗﮘﮙﮚ
44:51 بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي
ﮛﮜﮝﮞ
44:52 په جنتونو كې
ﮟﮠﮡﮢﮣﮤ
44:53 دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي
ﮥﮦﮧﮨﮩ
44:54 همداسې به وي۔ او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو
ﮪﮫﮬﮭﮮﮯ
44:55 دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي
ﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜ
44:56 دوى به په دغو كې مرګ نه څكي۔ غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي
ﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥ
44:57 د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده
ﯦﯧﯨﯩﯪﯫ
44:58 پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
ﯬﯭﯮﯯ
44:59 نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers