PDF —
52 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت حاقه pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت حاقه pdf پښتو — ډاونلوډ سورت حاقه ژباړه. سورت حاقه (Meccan) 52 آیت.

→ قلمسورت حاقه معارج ←


52 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮯﮰ
69:1 دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى
ﮱﯓﯔ
69:2 دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى
ﯕﯖﯗﯘﯙ
69:3 او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى
ﯚﯛﯜﯝﯞ
69:4 ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و
ﯟﯠﯡﯢﯣ
69:5 نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول
ﯤﯥﯦﯧﯨﯩﯪ
69:6 او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول
ﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳﯴﯵﯶﯷﯸﯹﯺﯻ
69:7 (الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي
ﯼﯽﯾﯿﰀﰁ
69:8 نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗ
69:9 او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ
ﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞ
69:10 نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول
ﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦ
69:11 بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ
ﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭ
69:12 د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري
ﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴ
69:13 نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي۔، یو پوكى
ﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻ
69:14 او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول
ﭼﭽﭾﭿ
69:15 نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي
ﮀﮁﮂﮃﮄﮅ
69:16 او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي
ﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐ
69:17 او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي
ﮑﮒﮓﮔﮕﮖﮗ
69:18 په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي
ﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞﮟﮠﮡ
69:19 نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ
ﮢﮣﮤﮥﮦﮧ
69:20 بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم
ﮨﮩﮪﮫﮬ
69:21 نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي
ﮭﮮﮯﮰ
69:22 په اوچت جنت كې
ﮱﯓﯔ
69:23 چې د هغه مېوې به نژدې وي
ﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜﯝ
69:24 تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو
ﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨ
69:25 او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې
ﯩﯪﯫﯬﯭ
69:26 او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى
ﯮﯯﯰﯱ
69:27 اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى
ﯲﯳﯴﯵﯶﯷ
69:28 زما مال زما هېڅ په كار رانغى
ﯸﯹﯺﯻ
69:29 له ما نه زما بادشاهي برباده شوه
ﯼﯽﯾ
69:30 (وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ
ﯿﰀﰁﰂ
69:31 بیا دى دوزخ ته داخل كړئ
ﰃﰄﰅﰆﰇﰈﰉﰊ
69:32 بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ
ﰋﰌﰍﰎﰏﰐﰑ
69:33 بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ
ﰒﰓﰔﰕﰖﰗ
69:34 او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه
ﰘﰙﰚﰛﰜﰝ
69:35 نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
69:36 او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه
ﭗﭘﭙﭚﭛ
69:37 چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران
ﭜﭝﭞﭟﭠ
69:38 نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ
ﭡﭢﭣﭤ
69:39 او په هغو چې تاسو يې نه وینئ
ﭥﭦﭧﭨﭩ
69:40 بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده
ﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲ
69:41 او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ
ﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺ
69:42 او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ
ﭻﭼﭽﭾﭿ
69:43 (دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي
ﮀﮁﮂﮃﮄﮅ
69:44 او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى
ﮆﮇﮈﮉ
69:45 (نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى
ﮊﮋﮌﮍﮎ
69:46 بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى
ﮏﮐﮑﮒﮓﮔﮕ
69:47 نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو
ﮖﮗﮘﮙ
69:48 او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى
ﮚﮛﮜﮝﮞﮟ
69:49 او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي
ﮠﮡﮢﮣﮤ
69:50 او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى
ﮥﮦﮧﮨ
69:51 او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى
ﮩﮪﮫﮬﮭ
69:52 نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers