PDF —
96 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت واقعه pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت واقعه pdf پښتو — ډاونلوډ سورت واقعه ژباړه. سورت واقعه (Meccan) 96 آیت.

→ رحمنسورت واقعه حدید ←


96 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮃﮄﮅﮆ
56:1 كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي
ﮇﮈﮉﮊ
56:2 د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته
ﮋﮌﮍ
56:3 (دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى
ﮎﮏﮐﮑﮒ
56:4 كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول
ﮓﮔﮕﮖ
56:5 او غرونه ورژول شي، رژول
ﮗﮘﮙﮚ
56:6 نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي
ﮛﮜﮝﮞ
56:7 اوتاسو به درې قسمونه شئ
ﮟﮠﮡﮢﮣﮤ
56:8 نو د ښي لاس والا (خلق) ۔، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق!
ﮥﮦﮧﮨﮩﮪ
56:9 او د چپ لاس والا خلق۔، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟
ﮫﮬﮭ
56:10 او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي
ﮮﮯﮰ
56:11 هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته)
ﮱﯓﯔﯕ
56:12 د نعمتونو په جنتونو كې به وي
ﯖﯗﯘﯙ
56:13 لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي
ﯚﯛﯜﯝ
56:14 او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي
ﯞﯟﯠﯡ
56:15 په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي
ﯢﯣﯤﯥ
56:16 چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي
ﭑﭒﭓﭔﭕ
56:17 په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي
ﭖﭗﭘﭙﭚﭛ
56:18 د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره
ﭜﭝﭞﭟﭠﭡ
56:19 چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي
ﭢﭣﭤﭥ
56:20 او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي
ﭦﭧﭨﭩﭪ
56:21 او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي
ﭫﭬﭭ
56:22 او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي
ﭮﭯﭰﭱ
56:23 د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان
ﭲﭳﭴﭵﭶ
56:24 د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول
ﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽ
56:25 دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې)
ﭾﭿﮀﮁﮂ
56:26 لېكن سلام، سلام ویل (به اوري)
ﮃﮄﮅﮆﮇﮈ
56:27 او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا
ﮉﮊﮋﮌ
56:28 په بې اغزیو بېرو كې به وي
ﮍﮎﮏ
56:29 او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی
ﮐﮑﮒ
56:30 او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي
ﮓﮔﮕ
56:31 او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي
ﮖﮗﮘ
56:32 اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي
ﮙﮚﮛﮜﮝ
56:33 چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي
ﮞﮟﮠ
56:34 او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي
ﮡﮢﮣﮤ
56:35 بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول
ﮥﮦﮧ
56:36 نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي
ﮨﮩﮪ
56:37 په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې
ﮫﮬﮭ
56:38 د ښي اړخ والاو لپاره
ﮮﮯﮰﮱ
56:39 (د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه
ﯓﯔﯕﯖ
56:40 او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي
ﯗﯘﯙﯚﯛﯜ
56:41 او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا
ﯝﯞﯟﯠ
56:42 (دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي
ﯡﯢﯣﯤ
56:43 او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي
ﯥﯦﯧﯨﯩ
56:44 چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي
ﯪﯫﯬﯭﯮﯯ
56:45 بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو
ﯰﯱﯲﯳﯴﯵ
56:46 او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه
ﯶﯷﯸﯹﯺﯻﯼﯽﯾﯿ
56:47 او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو
ﰀﰁﰂ
56:48 او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم!
ﰃﰄﰅﰆﰇ
56:49 ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق
ﰈﰉﰊﰋﰌﰍ
56:50 دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
56:51 بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو!
ﭗﭘﭙﭚﭛﭜ
56:52 خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه
ﭝﭞﭟﭠ
56:53 نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ
ﭡﭢﭣﭤﭥ
56:54 بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ
ﭦﭧﭨﭩ
56:55 نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ
ﭪﭫﭬﭭﭮ
56:56 دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده
ﭯﭰﭱﭲﭳ
56:57 مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ!
ﭴﭵﭶﭷ
56:58 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ
ﭸﭹﭺﭻﭼﭽ
56:59 ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو
ﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅ
56:60 بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو
ﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏ
56:61 له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ
ﮐﮑﮒﮓﮔﮕﮖ
56:62 او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ!
ﮗﮘﮙﮚ
56:63 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ
ﮛﮜﮝﮞﮟﮠ
56:64 ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو
ﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧ
56:65 كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ
ﮨﮩﮪ
56:66 (او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو
ﮫﮬﮭﮮ
56:67 بلكې مونږ محروم كړى شوي یو
ﮯﮰﮱﯓﯔ
56:68 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ
ﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜ
56:69 ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟
ﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣ
56:70 كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ!
ﯤﯥﯦﯧﯨ
56:71 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ
ﯩﯪﯫﯬﯭﯮﯯ
56:72 ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟
ﯰﯱﯲﯳﯴﯵ
56:73 مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى
ﯶﯷﯸﯹﯺ
56:74 نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه
ﯻﯼﯽﯾﯿﰀ
56:75 نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم
ﰁﰂﰃﰄﰅﰆ
56:76 او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ
ﭑﭒﭓﭔ
56:77 بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى
ﭕﭖﭗﭘ
56:78 په پټ ساتل شوي كتاب كې دى
ﭙﭚﭛﭜﭝ
56:79 چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك)
ﭞﭟﭠﭡﭢ
56:80 د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى
ﭣﭤﭥﭦﭧ
56:81 ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ
ﭨﭩﭪﭫﭬ
56:82 او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ)
ﭭﭮﭯﭰﭱ
56:83 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي
ﭲﭳﭴﭵ
56:84 او په دغه وخت كې تاسو ګورئ
ﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽ
56:85 او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ
ﭾﭿﮀﮁﮂﮃ
56:86 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ
ﮄﮅﮆﮇﮈ
56:87 (نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ۔ كه تاسو رښتیني یئ
ﮉﮊﮋﮌﮍﮎ
56:88 نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي
ﮏﮐﮑﮒﮓ
56:89 نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى
ﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚ
56:90 او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي
ﮛﮜﮝﮞﮟﮠ
56:91 نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى۔ (اى) له ښي اړخ والاو ځنې!
ﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧ
56:92 او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي
ﮨﮩﮪﮫ
56:93 نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده
ﮬﮭﮮ
56:94 او دوزخ ته ننه اېستل دي
ﮯﮰﮱﯓﯔﯕ
56:95 بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده
ﯖﯗﯘﯙﯚ
56:96 پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers