بقره · 283/286
ژباړه لیکلاسته — سورت بقره
۞ وَإِن كُنتُمْ عَلَىٰ سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ ۖ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ ۗ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ ۚ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ۝٢٨٣
Wa in kuntum `alaa safarinw wa lam tajidoo kaatiban farihaanum maqboodatun fa in amina ba`dukum ba`dan falyu`addil lazi tumina amaa natahoo walyattaqil laaha Rabbah; wa laa taktumush shahaadah; wa mai yaktumhaa fa innahooo aasimun qalbuh; wallaahu bimaa ta`maloona `Aleem
📖 پښتو
او كه چېرې تاسو په سفر باندې یئ او كوم لیكونكى مو ونه مونده، نو (جايز ده چې) قبض كړى شوې ګروي (رهن) واخلئ، نو كه ستاسو بعضو په بعضو نورو باندې اعتبار وكړ (اوګروي يې وانه خستله) بيا نو لازم ده چې امین ګڼلى شوى كس دى د هغه (بائع) امانت (حق) ادا كړي، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او ګواهي مه پټوئ، او چا چې دا پټه كړه، نو یقینًا د هغه زړه ګناهګار دى، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه پوه دى

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د معنا کلمې:

  • رهان مقبوضه: هغه ګروي چې په لاس کې ونیول شي او د صاحب حق ته وسپارل شي.
  • ائتمن: هغه چا ته چې امانت ورکړل شوی وي، يعني پوروړی.
  • آثم قلبه: د هغه زړه ګناهګار دی، يعني په زړه کې يې د ګناه او خيانت نيت دی.

د آيت تفسير:

که تاسو په سفر کې ياست او د پور د ليکلو لپاره کاتب ونه مومئ، نو بيا د پور د ضمانت لپاره ګروي واخلئ چې د صاحب حق ته وسپارل شي، تر هغه چې پوروړی خپل پور ادا کړي. خو که يو بل ته باور ولرئ او په خپلو کې امانتدار ياست، نو بيا نه د ليکلو ضرورت شته او نه د ګروي، او پور د پوروړي په غاړه امانت ګرځي چې بايد يې په سمه توګه ادا کړي. پر پوروړي لازم ده چې د الله له وېرې خپل امانت ادا کړي او په کې خيانت ونه کړي. که پوروړی د پور نه انکار وکړي، نو هغه څوک چې د معاملې شاهد وي بايد خپله شهادت ښکاره کړي او يې پټه نه کړي. څوک چې شهادت پټوي، د هغه زړه ګناهګار او فاجر دی، ځکه چې د شهادت پټول د زړه خيانت دی. الله تعالی پر ټولو عملونو خبر دی او هېڅ څه پرې نه پټېږي، نو هغه به تاسو ته د خپلو عملونو بدله درکړي.

فايدې:

  1. اسلام د مسلمانانو د مالي حقونو د ساتنې لپاره داسې اسانتیاوې برابرې کړې دي چې په هر حالت کې يې عملي کول ممکن وي، لکه په سفر کې د ګروي اخيستل.
  2. د امانت ادا کول او په معاملو کې رښتينولي د مسلمان له مهمو صفتونو څخه ده، او الله تعالی د دې کار امر کړی دی.
  3. د شهادت ښکاره کول او د حق بيانول د عدالت د قايمولو لپاره اړين دي، او پټول يې ستر ګناه ده چې د زړه د فساد ښکارندويي کوي.
  4. الله تعالی پر ټولو پټو او ښکاره عملونو خبر دی، نو مسلمان بايد تل د الله له څارنې خبر وي او په خپلو معاملو کې له خيانت څخه ډډه وکړي.


📜 آیت 281-285 — سورت بقره

281وَاتَّقُوا يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ۖ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدل د هغه عمل چې ده كړى دى، او په دوى به ظلم ونه كړى شي
282يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوهُ ۚ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ ۚ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَن يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ ۚ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا ۚ فَإِن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ ۚ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِن رِّجَالِكُمْ ۖ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَن تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَىٰ ۚ وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا ۚ وَلَا تَسْأَمُوا أَن تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَىٰ أَجَلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَىٰ أَلَّا تَرْتَابُوا ۖ إِلَّا أَن تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا ۗ وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ ۚ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ ۚ وَإِن تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو یوله بله سره تر ټاكلې نېټې پورې په قرضو معامله كوئ، نو هغه ولیكئ۔ او ستاسو په مينځ كې دې لیكونكى په انصاف سره لیكل وكړي، او لیكونكى دې له لیكلو نه انكار نه كوي؛ لكه څنګه چې الله ده ته ښودنه كړې ده، نو هغه دې لیكل وكړي، او هغه كس دې اِملاء (اقراري عبارت) ووايي؛ په چا باندې چې حق دى، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او له هغه (حق) نه دې هېڅ شى نه كمَوي، بیا كه چېرې هغه كس، په چا باندې چې حق دى؛ ناپوه وي، یا (بدني) كمزورى وي، یا پخپله د اِملاء (عبارت) ویلو طاقت نه لري، نو د هغه وَلي (واكدار) دې په انصاف سره املاء ووايي۔ او تاسو له خپلو (مسلمانانو) سړیو نه دوه ګواهان ګواه ونیسئ۔، نو كه دوه سړي ګواهان نه وي، نو یو سړى او دوه ښځې (دې ګواه شي) له هغو ګواهانو څخه چې تاسو يې خوښَوئ، د دې لپاره چې كه په دواړو كې له یوې نه هېر شي؛ نو په دوى كې یوه به يې بلې ته وریاد كړي او ګواهان دې انكار نه كوي؛ چې كله هم راوبلل شي او د خپلې نېټې پورې (د هغه قرض) په لیكلو باندې مه تنګېږئ؛ لږ وي، یا كه ډېر وي، دا د الله په نیز ښه انصاف (والاكار) دى او ګواهۍ لره ښه درست ساتونكى دى او ډېر قریب دى دې ته چې تاسو به شكمن نشئ۔ مګر دا چې دا (معامله) لاس په لاس سودا وي چې تاسو هغه په خپل مينځ كې نغده اخلئ راخلئ، نو پر تاسو باندې څه ګناه نشته چې دا (شان معامله) و نه لیكئ۔ او كله چې په خپل مينځ كې اخيستل خرڅول كوئ (نو) ګواهان ونیسئ۔ او ضرر دې ونه رسول شي لیكونكي ته او نه ګواه ته او كه تاسو (داسې) وكړئ، نو یقینًا دا نافرماني (ګناه) ده چې په تاسو پورې (نښتې) ده۔ او له الله نه ووېرېږئ، او الله تاسو ته ښودنه كوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى
283۞ وَإِن كُنتُمْ عَلَىٰ سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ ۖ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ ۗ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ ۚ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ
او كه چېرې تاسو په سفر باندې یئ او كوم لیكونكى مو ونه مونده، نو (جايز ده چې) قبض كړى شوې ګروي (رهن) واخلئ، نو كه ستاسو بعضو په بعضو نورو باندې اعتبار وكړ (اوګروي يې وانه خستله) بيا نو لازم ده چې امین ګڼلى شوى كس دى د هغه (بائع) امانت (حق) ادا كړي، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او ګواهي مه پټوئ، او چا چې دا پټه كړه، نو یقینًا د هغه زړه ګناهګار دى، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه پوه دى
284لِّلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَإِن تُبْدُوا مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللَّهُ ۖ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
خاص د الله لپاره دي؛ څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او كه تاسو هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي، څرګندوئ، یا هغه پټوئ (نو) الله به له تاسو سره د هغه حساب كوي، بیا به چا ته چې وغواړي بخښنه وكړي او چا ته چې وغواړي عذاب به وركړي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
285آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ
رسول په هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو باندې ـ (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زمونږه ربه! او خاص تا ته بيا درتګ دى
بقرهقرآن فهرست
286آیت
MedinanRevelation
283آیت

ژباړه — بقره 283

سورت بقره آیت 283 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او كه چېرې تاسو په سفر باندې یئ او كوم…

سورت آیت 283/286 — سورت بقره البقرة (Medinan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت بقره واورئ, سورت بقره ژباړه, سورت بقره mp3, سورت بقره pdf. آیت 281–285. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers