11 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﭴﭵ
101:1 (د زړونو) ټكوونكى (قیامت)
ﭶﭷﭸ
101:2 (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
ﭹﭺﭻﭼﭽ
101:3 او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
ﭾﭿﮀﮁﮂﮃ
101:4 (دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي
ﮄﮅﮆﮇﮈ
101:5 او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي
ﮉﮊﮋﮌﮍ
101:6 نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې
ﮎﮏﮐﮑﮒ
101:7 نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي
ﮓﮔﮕﮖﮗ
101:8 او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې
ﮘﮙﮚ
101:9 نو د ده استوګنځى هاویه ده
ﮛﮜﮝﮞﮟ
101:10 او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟
ﮠﮡﮢ
101:11 (دغه) ډېر ګرم اور دى

قرآن کریم


Tuesday, September 29, 2026

Don't forget us in your sincere prayers