سورت عاديات pdf — ډاونلوډ (پښتو)
سورت عاديات pdf پښتو — ډاونلوډ سورت عاديات ژباړه. سورت عاديات (Meccan) 11 آیت.
Related
- سورت عاديات ژباړهپښتو
- سورت عاديات mp3واورئ
- Quran Index پښتو114
More سورت PDF
سورت عاديات

ﮱﯓﯔ
100:1
قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي
ﯕﯖﯗ
100:2
پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي
ﯘﯙﯚ
100:3
پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي
ﯛﯜﯝﯞ
100:4
نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي
ﯟﯠﯡﯢ
100:5
پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي
ﭑﭒﭓﭔﭕ
100:6
چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى
ﭖﭗﭘﭙﭚ
100:7
او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى
ﭛﭜﭝﭞﭟ
100:8
او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى
ﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨ
100:9
ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟
ﭩﭪﭫﭬﭭ
100:10
او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي
ﭮﭯﭰﭱﭲﭳ
100:11
بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔
قرآن کریم
Wednesday, September 9, 2026
Don't forget us in your sincere prayers







