Attalaaqu marrataani fa imsaakum bima`roofin aw tasreehum bi ihsaan; wa laa yahillu lakum an taakhuzoo mimmaaa aataitumoohunna shai`an illaaa ai yakhaafaaa alla yuqeemaa hudoodallahi fa in khiftum allaa yuqeemaa budoodal laahi falaa junaaha `Alaihimaa feemaf tadat bihee tilka hudoodul laahi falaa ta`tadoohaa; wa mai yata`adda hudoodal laahi fa ulaaa`ika humuzzaa limoon
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
طلاق دوه ځله دي، بیا په ښې طریقې سره (ښځې لره) ساتل دي، یا په ډېرې ښې طریقې سره رخصتول دي او (اى سړو!) تاسو لپاره دا حلال نه دي چې له هغه (مال) نه چې تاسو دوى ته وركړى دى؛ څه لږ شى هم واخلئ، مګر دا چې دواړه له دې نه ووېرېږي چې دوى به د الله حدونه (حكمونه) قايم نه كړي، نو كه تاسو وېرېږئ چې دوى دواړه به د الله حكمونه پوره نه كړي، بیا نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (مال) كې چې هغه ښځه يې د جداوالي لپاره وركوي. دا د الله حدونه دي، نو له دغو نه مه تېرېږئ، او څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو همدغه كسان ظالمان دي
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
اين طلاق دو بار است و از آن پس يا به نيكو وجهى نگه داشتن اوست يا به نيكو وجهى رهاساختنش. و حلال نيست كه از آنچه به زنان دادهايد چيزى بازستانيد مگر آنكه بدانند كه حدود خدا را رعايت نمى كنند. اما هرگاه دانستيد كه آن دو حدود خدا را رعايت نمىكنند اگر آن، خود را از شوى باز خرد، گناهى بر آن دو نيست. اينها حدود خدا است. از آن تجاوز مكنيد كه ستمكاران از حدود خدا تجاوز مى كنند.
د طلاق چې وروسته يې رجعت کولای شي، دوه ځله دي؛ یعنې یو ځل طلاق ورکړي، بیا رجعت وکړي، بیا طلاق ورکړي، بیا رجعت وکړي. نو د دې دوو طلاقونو وروسته حکم دا دی چې یا به ښځه په ښه طریقه وساتل شي، یعنې په ښو اخلاقو او عدل سره رجعت وکړي، او یا به په ښه طریقه خوشې کړي، یعنې درېیم طلاق ورکړي او د هغې حقوق به په بشپړه توګه ادا کړي، او له هغې به بد یادونه نه کوي.
او تاسو ته (مېړونو ته) دا حلال نه ده چې له هغه څه څخه چې تاسو خپلو ښځو ته (د مهر په توګه) ورکړي یئ، څه هم بېرته واخلئ، مګر دا چې دواړه (مېړه او ښځه) ووېرېږي چې دوی به د الله تعالی حدونه (یعنې د میړه او ښځې حقونه) قائم نه کړي. نو که تاسو (مسلمانانو) ووېرېږئ چې دواړه به د الله تعالی حدونه قائم نه کړي، نو په دواړو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه څه کې چې ښځه به (د خپل ځان د خلاصون په خاطر) ورکوي (یعنې د خلع په صورت کې چې ښځه مهر یا څه مال ورکوي ترڅو طلاق واخلي). دا د الله تعالی حدونه دي، نو تاسو له هغو نه مه تېرېږئ، او څوک چې د الله تعالی له حدونو نه تېر شي، نو همدغه کسان ظالمان دي.
د الله تعالی د حدونو نه د تېرېدو خبرداری: دا حکمونه د الله تعالی له لوري مقرر شوي دي، چې حلال له حرام نه جلا کوي. نو مسلمانان باید په دقت سره د دې حدونو پیروي وکړي، ځکه چې د الله تعالی له مقرراتو نه سرغړونه د ظلم لامل ګرځي، او ظالمان به د الله تعالی له عذاب نه په امان نه وي. الله تعالی خپلو بندګانو ته د دوی د ښه والي لپاره دا احکام نازل کړي دي، نو که موږ د هغه په امر عمل وکړو، نو په دین او دنیا دواړو کې به بریالي شو.
طلاق دوه ځله دي، بیا په ښې طریقې سره (ښځې لره) ساتل دي، یا په ډېرې ښې طریقې سره رخصتول دي او (اى سړو!) تاسو لپاره دا حلال نه دي چې له هغه (مال) نه چې تاسو دوى ته وركړى دى؛ څه لږ شى هم واخلئ، مګر دا چې دواړه له دې نه ووېرېږي چې دوى به د الله حدونه (حكمونه) قايم نه كړي، نو كه تاسو وېرېږئ چې دوى دواړه به د الله حكمونه پوره نه كړي، بیا نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (مال) كې چې هغه ښځه يې د جداوالي لپاره وركوي. دا د الله حدونه دي، نو له دغو نه مه تېرېږئ، او څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو همدغه كسان ظالمان دي
طلاق دوه ځله دي، بیا په ښې طریقې سره (ښځې لره) ساتل دي، یا په ډېرې ښې طریقې سره رخصتول دي او (اى سړو!) تاسو لپاره دا حلال نه دي چې له هغه (مال) نه چې تاسو دوى ته وركړى دى؛ څه لږ شى هم واخلئ، مګر دا چې دواړه له دې نه ووېرېږي چې دوى به د الله حدونه (حكمونه) قايم نه كړي، نو كه تاسو وېرېږئ چې دوى دواړه به د الله حكمونه پوره نه كړي، بیا نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (مال) كې چې هغه ښځه يې د جداوالي لپاره وركوي. دا د الله حدونه دي، نو له دغو نه مه تېرېږئ، او څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو همدغه كسان ظالمان دي
كه بیا يې هغه (په درېم ځلې) طلاقه كړه، نو له دې نه پس هغه د ده لپاره حلاله نه ده تر هغه پورې چې هغه (ښځه له عدت نه پس) له ده نه غېر بل خاوند سره نكاح وكړي، بیا كه هغه (دويم خاوند) دا طلاقه كړه، نو په دې دواړو (ښځه او پخواني خاوند) باندې هېڅ ګناه نشته چې دواړه (له عدت نه پس په نوي نكاح سره) یو بل ته رجوع وكړي، كه دواړه دا خيال كوي چې دوى به د الله حكمونه پوره كړي، او دا د الله حكمونه دي، دا د هغه قوم لپاره بیانوي چې پوهېږي•
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.