Fa izansalakhal Ashhurul Hurumu faqtulul mushrikeena haisu wajattumoohum wa khuzoohum wahsuroohum qaq`udoo lahum kulla marsad; fa-in taaboo wa aqaamus Salaata wa aatawuz Zakaata fakhalloo sabeelahum; innal laaha Ghafoorur Raheem
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
نو كله چې حرامې میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ۔، بېشكه الله ډیر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
و چون ماههاى حرام به پايان رسيد، هر جا كه مشركان را يافتيد بكشيد و بگيريد و به حبس افكنيد و در همه جا به كمينشان نشينيد. اما اگر توبه كردند و نماز خواندند و زكات دادند، از آنها دست برداريد، زيرا خدا آمرزنده و مهربان است.
کله چې هغه څلور میاشتې پای ته ورسېږي چې تاسو مشرکانو ته په کې امن ورکړی و، نو بیا تاسو ته اجازه ده چې له مشرکانو سره هغه ځای چېرته چې ومومئ جنګ وکړئ، او هغوی ونیسئ او محاصره کړئ، او د هغوی د نیولو لپاره پر ټولو لارو کې کېناستل وکړئ. خو که هغوی له شرکه توبه وباسي او لمونځ قائم کړي او زکات ورکړي، نو بیا د هغوی لاره پرېږدئ چې ازاد وي. بېشکه الله تعالی ډېر بخښونکی او ډېر رحم کوونکی دی.
د دې آیت مبارک مفهوم دا دی چې اسلام د سولې او امنیت دین دی، خو کله چې دښمنان پر مسلمانانو برید وکړي او د تړونونو خلاف ورزي وکړي، نو مسلمانانو ته اجازه ده چې د ځان دفاع وکړي. خو په دې کې هم رحمت او نرمي ده چې که هغوی توبه وباسي او اسلام قبول کړي، نو سمدلاسه د هغوی بخښنه وشي. دا د اسلام د رحمت او نرمۍ ښکارندوی دی چې دښمن ته هم د توبې او خلاصون لاره پرانیستې ده. الله تعالی د توبې کونکو بندګانو سره ډېر مهربان دی او د هغوی ګناهونه بخښي.
او د حج اكبر په ورځ د الله او د هغه د رسول له جانبه ټولو خلقو ته (دا) اعلان (او خبرتیا) دى چې بېشكه الله او د هغه رسول له مشركانو نه بیزاره دى، نو كه تاسو توبه وباسئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه تاسو مخ وګرځوئ، نو پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دی چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
د الله په نیز او د هغه د رسول په نیز به د مشركانو لپاره څنګه عهد وي، غیر له هغو كسانو نه چې تاسو ورسره د مسجد حرام په خوا كې عهد كړى دى، نو ترڅو پورې چې هغوى تاسو لپاره (په عهد) پوره قايم وي، نو تاسو هم د هغوى لپاره (په عهد) كلك قايم اوسئ، بېشكه الله (له بد عهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.