PDF —
44 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت معارج pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت معارج pdf پښتو — ډاونلوډ سورت معارج ژباړه. معارج (Meccan) 44 آیت.



44 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮮﮯﮰﮱﯓ
یو غوښتونكي هغه عذاب وغوښت چې واقع كېدونكى دى
ﯔﯕﯖﯗﯘ
په كافرانو باندې، دغه (عذاب) لره هیڅوك دفع كوونكى نشته
ﯙﯚﯛﯜﯝ
د الله له جانبه دى، چې د اوچتو زینومالك دى
ﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩ
چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى
ﯪﯫﯬﯭ
نو ته صبر كوه، ډېر ښه صبر
ﯮﯯﯰﯱ
بېشكه دوى (منكران) دغه (عذاب، قیامت) ډېر لرې ویني
ﯲﯳﯴ
او مونږه دى ډېر نژدې وینو
ﯵﯶﯷﯸﯹ
په هغې ورځ چې اسمان به د ويلې كړى شوې قلعي په شان شي
ﯺﯻﯼﯽ
او غرونه به د رنګدارې وهل شوې وړۍ په شان شي
ﯾﯿﰀﰁﰂ
او یو دوست به له بل دوست نه پوښتنه نه كوي
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚﭛ
حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي
ﭜﭝﭞ
او خپله ښځه او خپل ورور
ﭟﭠﭡﭢ
او خپله هغه قبیله چې ده ته به يې ځاى وركاوه
ﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩ
او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي
ﭪﭫﭬﭭﭮ
كله هم داسې نه ده، بېشكه دغه (د دوزخ اور) لمبې وهونكى دى
ﭯﭰﭱ
چې (د سر، لاسونو او پښو) پوستكي وېستونكى دى
ﭲﭳﭴﭵﭶ
دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي
ﭷﭸﭹ
او جمع (د مال) يې كړې وي، نو ساتلى يې وي
ﭺﭻﭼﭽﭾﭿ
بېشكه انسان بې صبره پیدا كړى شوى دى
ﮀﮁﮂﮃﮄ
كله چې ده ته شر (مصیبت) ورسېږي (نو) ډېر فریاد كوونكى وي
ﮅﮆﮇﮈﮉ
او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي
ﮊﮋﮌ
(خو) له لمونځ ګزارو نه غیر
ﮍﮎﮏﮐﮑﮒ
هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي
ﮓﮔﮕﮖﮗﮘ
او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده
ﮙﮚﮛ
د سوالګر او محروم لپاره
ﮜﮝﮞﮟﮠ
او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي
ﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧ
او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي
ﮨﮩﮪﮫﮬﮭ
بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته
ﮮﮯﮰﮱﯓ
او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي
ﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞ
مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي
ﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦ
نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي
ﯧﯨﯩﯪﯫﯬ
او هغه كسان چې دوى د خپلو امانتونو او خپلو وعدو لحاظ ساتونكي دي
ﯭﯮﯯﯰﯱ
او هغه كسان چې دوى په خپلو شهادتونو (ګواهیو) باندې قايم (او ولاړ) دي
ﯲﯳﯴﯵﯶﯷ
او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي
ﯸﯹﯺﯻﯼ
دغه كسان به په باغونو كې وي، عزتمن كړى شوي به وي
ﯽﯾﯿﰀﰁﰂ
نو (اى نبي!) په دغو كافران شویو كسانو څه شوي دي چې ستا په طرف منډې راوهونكي دي
ﰃﰄﰅﰆﰇﰈ
له ښي اړخ نه او له چپ اړخ نه ډلې ډلې
ﰉﰊﰋﰌﰍﰎﰏﰐﰑ
ایا په دوى كې هر یو سړى دا طمع لري چې دى به د نعمتونو جنت ته ننه اېستل شي؟
ﰒﰓﰔﰕﰖﰗﰘ
هیڅكله نه! بېشكه همدا مونږ دوى له هغه څه نه پیدا كړي دي چې دوى يې پېژني
ﰙﰚﰛﰜﰝﰞﰟﰠ
نو زه د مشرقونو او مغربونو په رب قسم خورم چې بېشكه (او) یقینًا مونږ قادر یو
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙ
په دې باندې چې مونږ له دوى نه غوره (مخلوق) په بدل كې راولو اومونږ عاجز كړى شوي نه یو
ﭚﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢ
نو ته دوى پرېږده چې په باطلو او عبثو خبرو كې مشغولېږي او لوبې كوي۔ تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته يې وعده وركړى شوې ده
ﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬ
هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي
ﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷ
په داسې حال كې چې د دوى سترګې به خوارې وي۔، دوى به ذلت (راګېر) او پټ كړي وي، دا هغه ورځ ده چې دوى ته به د دې وعده وركول كېده

قرآن کریم


Tuesday, August 18, 2026

Don't forget us in your sincere prayers