PDF —
46 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت نازعات pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت نازعات pdf پښتو — ډاونلوډ سورت نازعات ژباړه. سورت نازعات (Meccan) 46 آیت.

→ نبأسورت نازعات عبس ←


46 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮢﮣﮤ
79:1 قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل
ﮥﮦﮧ
79:2 او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل
ﮨﮩﮪ
79:3 او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل
ﮫﮬﮭ
79:4 پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل
ﮮﮯﮰ
79:5 بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ)
ﮱﯓﯔﯕ
79:6 په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي
ﯖﯗﯘ
79:7 په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې
ﯙﯚﯛﯜ
79:8 (د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي
ﯝﯞﯟ
79:9 د دغو سترګې به ښكته وي
ﯠﯡﯢﯣﯤﯥ
79:10 دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟)
ﯦﯧﯨﯩﯪ
79:11 ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو
ﯫﯬﯭﯮﯯﯰ
79:12 دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي
ﯱﯲﯳﯴﯵ
79:13 پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده
ﯶﯷﯸﯹ
79:14 نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي
ﯺﯻﯼﯽﯾ
79:15 ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده
ﯿﰀﰁﰂﰃﰄﰅ
79:16 كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
79:17 ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
ﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭝ
79:18 نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې
ﭞﭟﭠﭡﭢ
79:19 او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې
ﭣﭤﭥﭦ
79:20 نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله
ﭧﭨﭩ
79:21 نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه
ﭪﭫﭬﭭ
79:22 بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ
ﭮﭯﭰ
79:23 نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ
ﭱﭲﭳﭴﭵ
79:24 نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب)
ﭶﭷﭸﭹﭺﭻ
79:25 نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره
ﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂ
79:26 بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي
ﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊ
79:27 ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى
ﮋﮌﮍﮎ
79:28 د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى
ﮏﮐﮑﮒﮓ
79:29 او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده
ﮔﮕﮖﮗﮘ
79:30 او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده
ﮙﮚﮛﮜﮝ
79:31 ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي
ﮞﮟﮠ
79:32 او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي
ﮡﮢﮣﮤ
79:33 ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره
ﮥﮦﮧﮨﮩ
79:34 نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي
ﮪﮫﮬﮭﮮﮯ
79:35 په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي
ﮰﮱﯓﯔﯕ
79:36 او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني
ﯖﯗﯘﯙ
79:37 نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي
ﯚﯛﯜﯝ
79:38 او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي
ﯞﯟﯠﯡﯢ
79:39 نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده
ﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩﯪﯫﯬ
79:40 او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي
ﯭﯮﯯﯰﯱ
79:41 نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده
ﯲﯳﯴﯵﯶﯷ
79:42 (اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي
ﯸﯹﯺﯻﯼ
79:43 ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې
ﯽﯾﯿﰀ
79:44 خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده
ﰁﰂﰃﰄﰅﰆ
79:45 بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي
ﰇﰈﰉﰊﰋﰌﰍﰎﰏﰐ
79:46 ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers