سورت نبأ
PDF —
40 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت نبأ pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت نبأ pdf پښتو — ډاونلوډ سورت نبأ ژباړه. نبأ (Meccan) 40 آیت.

Related



سورت نبأ
40 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﭑﭒﭓ
دوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟
ﭔﭕﭖﭗ
د ډېر لوى خبر په باره كې
ﭘﭙﭚﭛﭜ
هغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي
ﭝﭞﭟ
نه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي
ﭠﭡﭢﭣ
بیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي
ﭤﭥﭦﭧﭨ
ایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟
ﭩﭪﭫ
او غرونه (مو) میخونه
ﭬﭭﭮ
او مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه)
ﭯﭰﭱﭲ
او مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى
ﭳﭴﭵﭶ
او شپه مو لباس ګرځولې ده
ﭷﭸﭹﭺ
او ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى
ﭻﭼﭽﭾﭿ
او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي
ﮀﮁﮂﮃ
او مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده
ﮄﮅﮆﮇﮈﮉ
او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي
ﮊﮋﮌﮍﮎ
د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو
ﮏﮐﮑ
او باغونه یو له بل سره نژدې
ﮒﮓﮔﮕﮖﮗ
بېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى
ﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞ
هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ
ﮟﮠﮡﮢﮣ
او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي
ﮤﮥﮦﮧﮨ
او غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي
ﮩﮪﮫﮬﮭ
بېشكه دوزخ به د انتظار ځاى (كمین ځاى) شي
ﮮﮯﮰ
د سركشو لپاره د ورتللو ځاى
ﮱﯓﯔﯕ
چې دوى به په هغه كې زمانې زمانې (همېشه) پاتې كېږي
ﯖﯗﯘﯙﯚﯛﯜ
دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه
ﯝﯞﯟﯠ
غیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه
ﯡﯢﯣ
بدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه
ﯤﯥﯦﯧﯨﯩ
بېشكه دوى به د حساب امېد نه كاوه
ﯪﯫﯬﯭ
او زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، سخت دروغ ګڼل
ﯮﯯﯰﯱﯲ
او هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى
ﯳﯴﯵﯶﯷﯸ
نو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ۔، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب
ﭑﭒﭓﭔ
بېشكه خاص د متقیانو لپاره كامیابي ده
ﭕﭖﭗ
(چې) باغونه او انګور دي
ﭘﭙﭚ
او انارسینه همځولې پېغلې دي
ﭛﭜﭝ
او ترڅنډو پورې ډكې د شرابو پیالې دي
ﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭤ
دوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ
ﭥﭦﭧﭨﭩﭪ
د رب له جانبه به بدله وركولى شي۔ (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه
ﭫﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶ
چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري
ﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆ
په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي
ﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑ
دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)
ﮒﮓﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞﮟﮠﮡ
بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى

قرآن کریم


Tuesday, August 18, 2026

Don't forget us in your sincere prayers