PDF —
29 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت تکویر pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت تکویر pdf پښتو — ډاونلوډ سورت تکویر ژباړه. سورت تکویر (Meccan) 29 آیت.

→ عبسسورت تکویر انفطار ←


29 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﭙﭚﭛﭜ
81:1 كله چې لمر ونغښتل شي
ﭝﭞﭟﭠ
81:2 او كله چې ستوري خړ شي
ﭡﭢﭣﭤ
81:3 او كله چې غرونه روان كړل شي
ﭥﭦﭧﭨ
81:4 او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي
ﭩﭪﭫﭬ
81:5 او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي
ﭭﭮﭯﭰ
81:6 او كله چې دریابونه بل كړى شي
ﭱﭲﭳﭴ
81:7 او كله چې نفسونه جوړه كړل شي
ﭵﭶﭷﭸ
81:8 او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي
ﭹﭺﭻﭼ
81:9 چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده
ﭽﭾﭿﮀ
81:10 او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي
ﮁﮂﮃﮄ
81:11 او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي
ﮅﮆﮇﮈ
81:12 او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي
ﮉﮊﮋﮌ
81:13 او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي
ﮍﮎﮏﮐﮑ
81:14 هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي
ﮒﮓﮔﮕ
81:15 نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي
ﮖﮗﮘ
81:16 په روانو، پټېدونكو باندې
ﮙﮚﮛﮜ
81:17 او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي
ﮝﮞﮟﮠ
81:18 او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)
ﮡﮢﮣﮤﮥ
81:19 بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى
ﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬ
81:20 چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى
ﮭﮮﮯﮰ
81:21 منلى شوى دى هلته، امین دى
ﮱﯓﯔﯕ
81:22 او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى
ﯖﯗﯘﯙﯚ
81:23 او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و
ﯛﯜﯝﯞﯟﯠ
81:24 او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى
ﯡﯢﯣﯤﯥﯦ
81:25 او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي
ﯧﯨﯩ
81:26 نو تاسو (اى كافرانو!) چېرته ځئ؟
ﯪﯫﯬﯭﯮﯯ
81:27 نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)
ﯰﯱﯲﯳﯴﯵ
81:28 د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي
ﯶﯷﯸﯹﯺﯻﯼﯽﯾ
81:29 او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers