Wallaaa`ee ya`isna minal maheedi min nisaaa `ikum inir tabtum fa`iddatuhunna salaasatu ashhurinw wallaaa`ee lam yahidn; wa ulaatul ahmaali ajaluhunna any yada`na hamlahun; wa many yattaqil laaha yaj`al lahoo min armrihee yusraa
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
او هغه ښځې چې ستاسو په ښځو كې د حیض له راتلو نه ناامېده شوي دي۔ كه چېرې تاسو شك وكړئ۔، نو د دوى عدت درې میاشتې دى او هغه (جینكۍ) چې لا حايضه شوې نه وي۔ او امېدوارې (حامله) ښځې (چې دي) د دوى عدت دا دى چې حمل (بچى) وزېږوي۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
اگر در ترديد هستيد، از ميان زنانتان آنهايى كه از حيض مأيوس شدهاند و آنهايى كه هنوز حيض نشدهاند عِدّهشان سه ماه است. و عِدّه زنان آبستن همان وضع حمل است. و هر كه از خدا بترسد، خدا كارش را آسان خواهد كرد.
او هغه ښځې چې ستاسو په ښځو كې د حیض له راتلو نه ناامېده شوي دي۔ كه چېرې تاسو شك وكړئ۔، نو د دوى عدت درې میاشتې دى او هغه (جینكۍ) چې لا حايضه شوې نه وي۔ او امېدوارې (حامله) ښځې (چې دي) د دوى عدت دا دى چې حمل (بچى) وزېږوي۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي
نو كله چې دغه (ښځې) خپلې نېټې ته رسېږي، نو (یا) خو تاسو دوى په نېكه طریقه (په رجوع كولو سره په خپل نكاح كې) وساتئ، یا په نېكه طریقه له دوى نه جدا شئ۔ او په تاسو كې دوه عدل والا كسان (په دې كار) ګواهان ونیسئ او تاسو (اى ګواهانو) ګواهي د الله لپاره ادا كړئ۔، دا (حكم چې دى) په ده سره هغه چا ته نصیحت كاوه شي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي
او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي۔ او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى، بېشكه الله خپل كار ته رسېدونكى دى۔، یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده
او هغه ښځې چې ستاسو په ښځو كې د حیض له راتلو نه ناامېده شوي دي۔ كه چېرې تاسو شك وكړئ۔، نو د دوى عدت درې میاشتې دى او هغه (جینكۍ) چې لا حايضه شوې نه وي۔ او امېدوارې (حامله) ښځې (چې دي) د دوى عدت دا دى چې حمل (بچى) وزېږوي۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي
دغه د الله حكم دى، چې تاسو ته يې دغه نازل كړى دى۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.