قصص · 82/88
ژباړه لیکلاسته — سورت قصص
وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ ۖ لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا ۖ وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ ۝٨٢
Wa asbahal lazeena tamannaw makaanahoo bil amsi yaqooloona waika annal laaha yabsutur rizqa limany ya shaaa`u min `ibaadihee wa yaqdiru law laaa am mannal laahu `alainaa lakhasafa binaa waika annahoo laa yuflihul kaafiroon
📖 پښتو
او شول هغه كسان چې پرون يې د ده د مرتبې تمنا كوله، چې ویل يې: تعجب دى! ځكه چې یقینًا الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او تنګوي يې۔، كه چېرې نه وى دا چې الله پر مونږ احسان وكړ، خامخا مونږ به يې هم (په ځمكه كې) ننه ایستي (ډوب كړي) وو، تعجب دى! ځكه چې یقینًا، كافران خلاصى نه مومي

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د معنا کسانو چې پرون يې د قارون د شتمنۍ او زينت هيله کوله، نن سهار يې په پښېمانۍ او عبرت سره ويل: ايا موږ نه پوهېدو چې الله تعالی خپلو بندګانو کې چا ته چې وغواړي پراخه رزق ورکوي او چا ته چې وغواړي تنګوي؟ که الله تعالی پر موږ احسان نه وای کړی چې موږ يې د داسې هيلو له امله ونکړل، نو مونږ به هم د قارون په شان ځمکې ته ډوب شوي وو. ايا موږ نه پوهېدو چې کافرانو ته په دنيا او آخرت کې هيڅکله بری نه وي؟



📜 آیت 80-84 — سورت قصص

80وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ
او هغو كسانو وویل چې علم ورته وركړى شوى و: په تاسو افسوس! د الله ثواب ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، او دغه خبره ښوولى نشي مګر صبر كوونكو ته
81فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنتَصِرِينَ
نو مونږ هغه او د هغه كور په ځمكه كې ننه اېست، نو بیا د ده لپاره له الله نه غیر هېڅ ډله نه وه چې د ده مدد يې كړى وى اونه و دى (پخپله) له بدل اخيستونكو څخه
82وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ ۖ لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا ۖ وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ
او شول هغه كسان چې پرون يې د ده د مرتبې تمنا كوله، چې ویل يې: تعجب دى! ځكه چې یقینًا الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او تنګوي يې۔، كه چېرې نه وى دا چې الله پر مونږ احسان وكړ، خامخا مونږ به يې هم (په ځمكه كې) ننه ایستي (ډوب كړي) وو، تعجب دى! ځكه چې یقینًا، كافران خلاصى نه مومي
83تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
دغه د اخرت كور (جنت) دا مونږ د هغو كسانو لپاره مقرروو چې په ځمكه كې نه د لويي اراده لري او نه د فساد (وراني) كولو او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى
84مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
چا چې یوه نېكي راوړه، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او چا چې یوه بدي راوړه، نو جزا نشي وركولى هغو كسانو ته چې بدۍ يې كړي دي، مګر هغه چې دوى به څه عمل كاوه
قصصقرآن فهرست
88آیت
MeccanRevelation
82آیت

ژباړه — قصص 82

سورت قصص آیت 82 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او شول هغه كسان چې پرون يې د ده د…

سورت آیت 82/88 — سورت قصص القصص (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت قصص واورئ, سورت قصص ژباړه, سورت قصص mp3, سورت قصص pdf. آیت 80–84. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers