PDF —
40 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت قیامت pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت قیامت pdf پښتو — ډاونلوډ سورت قیامت ژباړه. سورت قیامت (Meccan) 40 آیت.

→ مدثرسورت قیامت انسان ←


40 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮊﮋﮌﮍﮎ
75:1 زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم
ﮏﮐﮑﮒﮓ
75:2 او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم
ﮔﮕﮖﮗﮘﮙ
75:3 ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو
ﮚﮛﮜﮝﮞﮟﮠ
75:4 ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو
ﮡﮢﮣﮤﮥﮦ
75:5 بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي
ﮧﮨﮩﮪﮫ
75:6 دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟
ﮬﮭﮮﮯ
75:7 نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي
ﮰﮱﯓ
75:8 او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي
ﯔﯕﯖﯗ
75:9 او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي
ﯘﯙﯚﯛﯜﯝ
75:10 نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟
ﯞﯟﯠﯡ
75:11 هیڅكله داسې نه ده۔، هېڅ پناه ځاى نشته
ﯢﯣﯤﯥﯦ
75:12 په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى
ﯧﯨﯩﯪﯫﯬﯭ
75:13 په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي
ﯮﯯﯰﯱﯲﯳ
75:14 بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى
ﯴﯵﯶﯷ
75:15 اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي
ﯸﯹﯺﯻﯼﯽﯾ
75:16 (اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې
ﯿﰀﰁﰂﰃ
75:17 بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي
ﰄﰅﰆﰇﰈ
75:18 نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه
ﰉﰊﰋﰌﰍ
75:19 بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي
ﭑﭒﭓﭔﭕ
75:20 هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ
ﭖﭗﭘ
75:21 او تاسو اخرت پرېږدئ
ﭙﭚﭛﭜ
75:22 په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي
ﭝﭞﭟﭠ
75:23 خپل رب ته به كتونكي وي
ﭡﭢﭣﭤ
75:24 او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي
ﭥﭦﭧﭨﭩﭪ
75:25 یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي
ﭫﭬﭭﭮﭯ
75:26 داسې نه ده۔ كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي
ﭰﭱﭲﭳﭴ
75:27 او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟
ﭵﭶﭷﭸ
75:28 او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى
ﭹﭺﭻﭼ
75:29 او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي
ﭽﭾﭿﮀﮁ
75:30 ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي
ﮂﮃﮄﮅﮆ
75:31 پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ
ﮇﮈﮉﮊ
75:32 او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه
ﮋﮌﮍﮎﮏﮐ
75:33 بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه
ﮑﮒﮓﮔ
75:34 تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي
ﮕﮖﮗﮘﮙ
75:35 بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي
ﮚﮛﮜﮝﮞﮟ
75:36 ایا (كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي
ﮠﮡﮢﮣﮤﮥﮦ
75:37 ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي
ﮧﮨﮩﮪﮫﮬ
75:38 بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ
ﮭﮮﮯﮰﮱﯓ
75:39 نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه
ﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛ
75:40 ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers