Kaanan naasu ummatanw waahidatan fab`asal laahun Nabiyyeena mubashshireena wa munzireena wa anzala ma`ahumul kitaaba bilhaqqi liyahkuma bainan naasi feemakh talafoo feeh; wa makh talafa feehi `illallazeena ootoohu mim ba`di maa jaaa`athumul baiyinaatu baghyam bainahm fahadal laahul lazeena aamanoo limakh talafoo feehi minal haqqi bi iznih; wallaahu yahdee mai yashaaa`u ilaa Siraatim Mustaqeem
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
ټول خلق (په شروع كې) یو امت و (بیا په كې ځینې كافر شول) نو الله نبیان راولېږل چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو او له هغوى سره يې په حقه سره كتاب نازل كړ، د دې لپاره چې هغه د خلقو په منځ كې د هغه شي فیصله وكړي چې دوى په كې اختلاف كړى دى، او په هغه كې اختلاف نه دى كړى مګر هغو كسانو چې هغوى ته هغه (كتاب) وركړى شوى و، په خپل منځ كې د لويي او ظلم په وجه (يې اختلاف كړى و)، له دې نه پس چې هغوى ته ښې څرګندې نښې راغلې، نو الله هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و، په خپل حكم سره هغه حق ته هدایت وكړ چې هغوى (كافرانو) په كې اختلاف كړى و او الله د سمې لارې هدایت كوي هغه چا ته چې ويې غواړي
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
مردم يك امّت بودند، پس خدا پيامبران بشارتدهنده و ترساننده را بفرستاد، و بر آنها كتاب بر حق نازل كرد تا آن كتاب در آنچه مردم اختلاف دارند ميانشان حكم كند، ولى جز كسانى كه كتاب بر آنها نازل شده و حجّتها آشكار گشته بود از روى حسدى كه نسبت به هم مى ورزيدند در آن اختلاف نكردند. و خدا مؤمنان را به اراده خود در آن حقيقتى كه اختلاف مىكردند راه نمود، كه خدا هر كس را كه بخواهد به راه راست هدايت مىكند.
الْكِتَابَ: آسماني کتابونه لکه تورات، انجيل او قرآن.
بَغْيًا: ظلم او حسد.
تفسیر:
خلک په پيل کې يو امت وو، يعنې له حضرت آدم عليه السلام څخه تر حضرت نوح عليه السلام پورې ټول پر يو دين (توحيد) باندې متفق وو. خو وروسته يې په دين کې اختلاف وکړ؛ ځينو شرک وکړ او ځينو پر توحيد پاتې شول. نو الله تعالی پېغمبران راولېږل چې مؤمنانو ته د جنت زېرى ورکړي او کافرانو او ګناهګارانو ته د عذاب ډار ورکړي. له پېغمبرانو سره يې آسماني کتابونه په حق سره نازل کړل، تر څو په هغو کتابونو سره د خلکو ترمنځ په هغو شخړو کې فیصله وکړي چې دوى يې کړې وې.
خو په دې کتاب (تورات) کې اختلاف نه و کړى مګر هغو کسانو چې ورته ورکړل شوى و، يعنې يهودو، او دا اختلاف يې د دې باوجود وکړ چې دوى ته د حق روښانه دلايل او نښې راغلې وې چې دا کتاب د الله له طرفه دى. د دوى اختلاف يوازې د ظلم، حسد او د دنيا د مال د غوښتنې له امله و، نه د حق د ناپېژندلو له امله.
بيا الله تعالی مؤمنانو ته هغه حق وښود چې يهودو په کې اختلاف کړى و، لکه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پېژندنه او په هغه ايمان راوړل. الله تعالی د خپل فضل او اجازې په وسيله مؤمنان هغه حق ته ورسول چې يهودو په کې اختلاف کړى و. او الله تعالی خپل هر هغه بنده چې وغواړي، د نېغې لارې (اسلام) په لور يې هدايت کوي.
فايدې:
دا چې د اسلام اصل د توحيد او د الله تعالی پر عبادت ولاړ دى، او دا د ټولو پېغمبرانو مشترک دين و.
له بني اسرائیلو نه تپوس وكړه چې مونږ څومره ډېرې واضحې نښې دوى ته وركړې وې، او څوك چې د الله نعمت بدل كړي، له دې نه پس چې ده ته راغى، نو یقینًا الله سخت عذاب وركوونكى دى
ایا تاسو دا ګمان كوئ چې جنت ته به داخل شئ؟ حال دا چې پر تاسو باندې لا تر اوسه د هغو خلقو حالت نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي، هغوى ته سختي او بېماري رسېدلې وې، او جړقول شوي وو تر دې چې رسول او له هغه سره ایمان راوړونكو به وویل: د الله مدد به كله راځي؟ خبردار شئ! یقینًا د الله مدد ډېر نژدې دى
دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه شى خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: څه چې خرڅ كوئ له مال نه، نو (هغه) د مور او پلار لپاره او نژدې خپلوانو او او مسكینانو او مسافر لپاره دي، او تاسو چې څه نېكي هم كوئ، نو یقینًا الله په هغې ښه عالم دى‚
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.