انبياء · 80/112
ژباړه لیکلاسته — سورت انبياء
وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ ۖ فَهَلْ أَنتُمْ شَاكِرُونَ ۝٨٠
Wa `allamanaahu san`ata laboosil lakum lituhsinakum mim baasikum fahal antum shaakiroon
📖 پښتو
او مونږ هغه ته تاسو لپاره د زغرې جوړول وښودل، د دې لپاره چې هغه (زغره) ستاسو د (دښمنانو له) جنګ نه ستاسو حفاظت وكړي، نو ایا تاسو شكر كوونكي يئ؟

🎧 واورئ


📜 آیت 78-82 — سورت انبياء

78وَدَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ
او (یاد كړه) داود او سلیمان، كله چې هغوى د فصل په باره كې فیصله كوله، كله چې په هغه كې د شپې د خلقو بې شپانه ګډې بيزې څرېدلې وې او مونږ له هغوى فيصلې ته كتونكي وو
79فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ ۚ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ ۚ وَكُنَّا فَاعِلِينَ
نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو
80وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ ۖ فَهَلْ أَنتُمْ شَاكِرُونَ
او مونږ هغه ته تاسو لپاره د زغرې جوړول وښودل، د دې لپاره چې هغه (زغره) ستاسو د (دښمنانو له) جنګ نه ستاسو حفاظت وكړي، نو ایا تاسو شكر كوونكي يئ؟
81وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا ۚ وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ
او (مونږ) د سلیمان لپاره هوا (تابع كړې ده)، چې ډېره تېزه وه، د هغه په حكم سره به هغې ځمكې (سيمې) ته روانېده چې مونږ په هغې كې بركت اچولى دى او مونږ له ازله په هر شي باندې پوه یو
82وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ
او (مونږ تابع كړي وو) ځینې له شیطانانو څخه هغه چې د ده لپاره به يې غوپې وهلې او له دې نه غير نور كارونه به يې كول، او مونږ دوى لره (له وراني نه) ساتونكي وو
انبياءقرآن فهرست
112آیت
MeccanRevelation
80آیت

ژباړه — انبياء 80

سورت انبياء آیت 80 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او مونږ هغه ته تاسو لپاره د زغرې جوړول وښودل،…

سورت آیت 80/112 — سورت انبياء الأنبياء (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت انبياء واورئ, سورت انبياء ژباړه, سورت انبياء mp3, سورت انبياء pdf. آیت 78–82. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers