PDF —
50 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت مرسلات pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت مرسلات pdf پښتو — ډاونلوډ سورت مرسلات ژباړه. سورت مرسلات (Meccan) 50 آیت.

→ انسانسورت مرسلات نبأ ←


50 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮑﮒﮓ
77:1 قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي!
ﮔﮕﮖ
77:2 بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل
ﮗﮘﮙ
77:3 او په خورونكو بادونو باندې، خورول
ﮚﮛﮜ
77:4 بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول
ﮝﮞﮟ
77:5 بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي
ﮠﮡﮢﮣ
77:6 د عذر لپاره او وېرولو لپاره
ﮤﮥﮦﮧ
77:7 بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده
ﮨﮩﮪﮫ
77:8 نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي
ﮬﮭﮮﮯ
77:9 او كله چې اسمان څیرې كړى شي
ﮰﮱﯓﯔ
77:10 او كله چې غرونه والوزول شي
ﯕﯖﯗﯘ
77:11 او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي
ﯙﯚﯛﯜ
77:12 د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟
ﯝﯞﯟ
77:13 د فیصلې د ورځې لپاره
ﯠﯡﯢﯣﯤﯥ
77:14 او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده
ﯦﯧﯨﯩ
77:15 د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى
ﯪﯫﯬﯭ
77:16 ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي
ﯮﯯﯰﯱ
77:17 بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو
ﯲﯳﯴﯵ
77:18 همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو
ﯶﯷﯸﯹ
77:19 په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
77:20 ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي
ﭗﭘﭙﭚﭛ
77:21 پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې
ﭜﭝﭞﭟ
77:22 تر مقررې نېټې (اندازې) پورې
ﭠﭡﭢﭣ
77:23 نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو
ﭤﭥﭦﭧ
77:24 په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
ﭨﭩﭪﭫﭬ
77:25 ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې
ﭭﭮﭯ
77:26 ژوندیو لره او مړیو لره
ﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷ
77:27 او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي
ﭸﭹﭺﭻ
77:28 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
ﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂ
77:29 تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه
ﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉ
77:30 تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى
ﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐ
77:31 چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي
ﮑﮒﮓﮔﮕ
77:32 بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ
ﮖﮗﮘﮙ
77:33 ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي
ﮚﮛﮜﮝ
77:34 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
ﮞﮟﮠﮡﮢ
77:35 دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى
ﮣﮤﮥﮦﮧ
77:36 او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي
ﮨﮩﮪﮫ
77:37 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
ﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓ
77:38 دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي
ﯔﯕﯖﯗﯘﯙ
77:39 نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ
ﯚﯛﯜﯝ
77:40 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
ﯞﯟﯠﯡﯢﯣ
77:41 یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي
ﯤﯥﯦﯧ
77:42 او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي
ﯨﯩﯪﯫﯬﯭﯮ
77:43 (ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول
ﯯﯰﯱﯲﯳ
77:44 بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
ﯴﯵﯶﯷ
77:45 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
ﯸﯹﯺﯻﯼﯽ
77:46 تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه۔، بېشكه تاسو مجرمان یئ
ﯾﯿﰀﰁ
77:47 په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده
ﰂﰃﰄﰅﰆﰇﰈ
77:48 او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي
ﰉﰊﰋﰌ
77:49 په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
ﰍﰎﰏﰐﰑ
77:50 نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers