او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په دې دواړو كې یو وویل: بېشكه زه چې یم، زه ځان (په خوب كې) وینم، چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم او بل وویل: بېشكه زه چې یم، ځان وینم، په دې حال كې چې د خپل سر له پاسه مې ډوډۍ بار كړې ده، چې له هغې نه مرغان خوراك كوي، مونږ د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
دو جوان نيز با او به زندان افتادند. يكى از آن دو گفت: در خواب، خود را ديدم كه انگور مىفشارم. ديگرى گفت: خود را ديدم كه نان بر سر نهاده مىبرم و پرندگان از آن مىخورند. ما را از تعبير آن آگاه كن، كه از نيكوكارانت مىبينيم.
یوسف علیه السلام ته په زندان کې دوه ځوانان (چې د بادشاه د دربار غلامان وو؛ یو یې شراب وړونکی او بل یې د خوراک چارې) هم داخل شول. د دوی څخه یوه یې (هغه چې شراب وړونکی و) وویل: ما په خوب کې ولیدل چې انګور چیچم او شراب ترې جوړوم. بل یې (هغه چې د خوراک مسؤل و) وویل: ما په خوب کې ولیدل چې په خپل سر باندې ډوډۍ وړم او مرغان ترې خوري. بیا دواړو یوسف ته وویل: ته موږ ته د دې خوبونو تعبیر ووایه؛ ځکه چې موږ ته ته د نیکو او ښو کسانو څخه ښکاري چې په عبادت او د خلکو سره په چلند کې ښه یې.
فايدې:
دا چې یوسف علیه السلام په زندان کې هم د خلکو سره ښه چلند کاوه او دوی یې د نیکي له امله پیژندلی و؛ نو موږ باید په هر حالت کې (حتی په سختو وختونو کې) ښه اخلاق او نیکي خپل کړو.
خوب تعبیرول یو علم دی چې الله تعالی یې خپلو بندگانو ته ورکوي؛ نو دا ښیي چې علم او پوهه د الله له لوري ده او باید د هغه په لټه کې شو.
کله چې خلک ستا په نیکي او پوهه باور ولري، نو ستا خبره د دوی په زړونو کې ځای نیسي؛ نو نیکي د بل چا د هدایت سبب کېږي.
په اسلام کې د خوبونو تعبیر ته پاملرنه شته، خو باید یوازې د الله له حکم سره سم وي او له شرک او بدعت څخه پاک وي.
(یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي
او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي كړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دى، زمونږ لپاره له سره جايز نه دي چې له الله سره څه شى شریك كړو، دا د الله له فضله څخه دي پر مونږ باندې او په (نورو) خلقو باندې او لېكن زیاتره خلق شكر نه وباسي
سورت يوسف آیت 36 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په…
سورت آیت 36/111 — سورت يوسف يوسف (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت يوسف واورئ, سورت يوسف ژباړه, سورت يوسف mp3, سورت يوسف pdf. آیت 34–38. پښتو: فارسی.
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.