Tilkar Rusulu faddalnaa ba`dahum `alaa ba`d; minhum man kallamal laahu wa rafa`a ba`dahum darajaat; wa aatainaa `Eesab na Maryamal baiyinaati wa ayyadnaahu bi Roohil Qudus; wa law shaaa`al laahu maqtatalal lazeena mimba`dihim mim ba`di maa jaaa`athumul baiyinaatu wa laakinikh talafoo faminhum man aamana wa minhum man kafar; wa law shaaa`al laahu maq tataloo wa laakinnallaaha yaf`alu maa yureed
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
دا رسولان (دي)، مونږہ د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي، له دوى نه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې كړې دي، او د دوى د بعضو يې درجې اوچتې كړي دي، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته ښكاره معجزې وركړې دي، اومونږ هغه په روح القدس (پاك روح) سره قوي كړى دى، اوكه الله غوښتلى، (نو) هغه كسان به په خپلو كې نه وو جنګېدلي، چې له دغو (رسولانو) نه پس وو، له دې نه وروسته چې دوى ته څرګندې نښې راغلې، او لېكن دوى اختلاف وكړ، نو په دوى كې ځینې هغه دي؛ چې ایمان يې راوړ، او ځینې په دوى كې هغه دي؛ چې كافر شول، او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه ووجنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
بعضى از اين پيامبران را بر بعضى ديگر برترى داديم. خدا با بعضى سخن گفت و بعضى را به درجاتى برافراشت. و به عيسى بن مريم معجزهها داديم و او را به روح القدس يارى كرديم. و اگر خدا مى خواست، مردمى كه بعد از آنها بودند، پس از آنكه حجتها بر آنان آشكار شده بود، با يكديگر قتال نمىكردند. ولى آنان اختلاف كردند: پارهاى مؤمن بودند و پارهاى كافر شدند. و اگر خدا مىخواست با هم قتال نمىكردند، ولى خدا هر چه خواهد مىكند.
د هغه رسولان چې مخکې ذکر شوي دي، مونږ د دوی څخه ځينو ته پر نورو فضيلت ورکړی دی. په دوی کې ځينو سره الله خبرې کړې دي لکه موسیٰ عليه السلام، او ځينو ته يې لوړې درجې ورکړې دي لکه محمد صلی الله عليه وسلم چې ټول انسانانو ته رالېږل شوی او په هغه سره نبوت ختمه شوې ده. او مونږ عيسیٰ بن مريم عليه السلام ته څرګندې معجزې ورکړې وې لکه د مړيو ژوندي کول او د ناروغانو روغول د الله په امر سره، او مونږ هغه په جبرائيل عليه السلام سره قوي کړی و.
که الله تعالیٰ غوښتل چې هغه خلک چې د دغو رسولانو څخه وروسته راغلل، د روښانه دلايلو له راتلو وروسته به يې يو له بل سره جنګ نه و کړی، خو دوی په خپلو کې اختلاف وکړ. نو ځينو يې ايمان راوړ او ځينو يې کفر وکړ. که الله تعالیٰ غوښتل چې دوی جنګ ونه کړي، نو دوی به جنګ نه و کړی، خو الله تعالیٰ هغه څه کوي چې هغه يې اراده کوي. هغه چا ته چې وغواړي د خپل فضل په وجه هدايت ورکوي او چا ته چې وغواړي د خپل عدل په وجه ګمراه کوي.
دا آيت مونږ ته دا درس راکوي چې الله تعالیٰ په خپلو رسولانو کې ځينو ته ځانګړي فضيلتونه ورکړي دي، خو دا په دې معنی نه ده چې په دوی کې کوم تفاوت دی، بلکې دا د الله تعالیٰ حکمت دی چې هر رسول يې د خپل وخت د خلکو د حالاتو سره سم رالېږلی دی. مونږ بايد په ټولو رسولانو ايمان ولرو او د هغوی ترمنځ هيڅ توپير ونه کړو. او دا چې الله تعالیٰ هر څه کوي د خپل حکمت له مخې، نو مونږ بايد د هغه په هر حکم راضي واوسو او د هغه د فضل او رحمت اميد ولرو.
نو دوى هغو ته د الله په حكم سره ماتې وركړه، او داود جالوت لره قتل كړو، او الله هغه (داود) ته بادشاهي او حكمت وركړ، او هغه ته يې له هغو (څیزونو) نه ښودنه وكړه چې (الله) غوښتل او كه د الله لرې كول نه وى خلقو لره، د دوى ځېنو لره په ځېنو نورو سره (نو) ځمكه به خامخا ورانه شوې وى۔ او لېكن الله په عالَمونو باندې دلوى فضل كولو والا دى
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوئ چې مونږ تاسو ته دركړى دى، مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې نه په هغې كې اخيستل خرڅول شته، او نه څه دوستانه، او نه څه سفارش، او همدا كافران ظالمان دي
الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، په ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص هم ده لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي۔، د هغه كرسۍ اسمانونه او ځمكه راځای كړي (راګېر) كړي دي او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.