سورت تین عربي او پښتو

سورت تین د بشپړ پښتو ژباړه او غږیزه تلاوت سره ولولئ. آیت پر آیت ژباړه. (8 آیت — مكية). تین واورئ, تین ژباړه, تین mp3, تین pdf.

سورت تین ولولئ او واوریدئ

🎧 آیت
M Mishary Rashid Alafasy ✓
M Mahmoud Khalil Al-Husary ✓
A Abdurrahman As-Sudais ✓
M Mohamed Siddiq Al-Minshawi ✓
A Abdul Basit Abdul Samad ✓
A Ali Al-Hudhaify ✓
A Ahmed ibn Ali al-Ajamy ✓
A Abu Bakr Ash-Shaatree ✓
M Muhammad Ayyoub ✓
A Abdullah Basfar ✓
A Abdullah Al-Juhani ✓
M Maher Al Muaiqly ✓
—
x1
bismillah
وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ ۝١
📖 ژباړه آیت 1
قسم دى په انځر او زیتون (ښوون) باندې
وَطُورِ سِينِينَ ۝٢
📖 ژباړه آیت 2
او په طور سینین (غره) باندې
وَهَٰذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ ۝٣
📖 ژباړه آیت 3
او په دې امان وركوونكي/امن والا ښار باندې
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ۝٤
📖 ژباړه آیت 4
چې یقینًا یقینًا مونږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى
ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ۝٥
📖 ژباړه آیت 5
بیا دى مونږ وګرځاوه د ښكتو ډېر ښكته
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ۝٦
📖 ژباړه آیت 6
مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى
فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ ۝٧
📖 ژباړه آیت 7
نو (اى د قیامت منكره!) له دې نه وروسته تا څه شى د قیامت په هكله دروغ ګڼلو ته اماده كوي؟
أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ ۝٨
📖 ژباړه آیت 8
ایا الله تر ټولو لوى حاكم نه دى؟
→ 94 تین (95/114) 96 ←
لوستل سورت تین پښتو ژباړه – لوستل او اوریدل

95التين At-Tin 📚 8 آیت مكية



قرآن کریم


Monday, September 28, 2026

Don't forget us in your sincere prayers