کهف · 31/110
ژباړه لیکلاسته — سورت کهف
أُولَٰئِكَ لَهُمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ ۚ نِعْمَ الثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا ۝٣١
Ulaaa`ika lahum Jannaatu `Adnin tajree min tahtihimul anhaaru yuhallawna feehaa min asaawira min zahabinw wa yalbasoona siyaaban khudram min sundusinw wa istabraqim muttaki`eena feehaa `alal araaa`ik; ni`mas sawaab; wa hasunat murtafaqaa
📖 پښتو
دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې د سروزرو په وښیو اراسته (او ښكلي) كاوه شي او دوى به د نري ورېښمو او پېړو ورېښمو شنې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې په دغو (جنتونو) كې به په تختونو باندې تكیه وهونكي وي، دغه ښه بدل دى او ښه د ارام ځاى دى

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

أولئک چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي دي، د دوی لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د دوی د کورونو او ماڼیو لاندې ولې بهیږي. دوی به په جنت کې د سرو زرو له کنګلو څخه ښکلول کېږي، او د نري او پنډ ورېښمو څخه جوړې شوې شین رنګه جامې به اغوندي. دوی به په جنت کې د ښکلو پردو او چوپالونو په لرونکو تختونو باندې تکیه کوي. څومره ښه بدل دی د دوی بدل، او څومره ښه استوګنځای دی جنت د دوی لپاره!

دا هغه ستر نعمتونه دي چې الله تعالی یې خپلو نیکو بندګانو ته چمتو کړي دي. کله چې مومن د دنیا په ژوند کې د الله په لار کې صبر کوي او له ګناهونو ځان ساتي، نو د آخرت په دې تلپاتې نعمتونو سره به سترګې یخې کړي. د جنت دا توصیف د الله تعالی له لوري د خپلو بندګانو لپاره یو لوی زېری دی، چې دوی وهڅوي چې په ایمان او نیکو عملونو باندې کلک ودرېږي او د الله له رحمت او فضل څخه هیله ولري.



📜 آیت 29-33 — سورت کهف

29وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ۚ وَإِن يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ ۚ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءَتْ مُرْتَفَقًا
او ته (دوى ته) ووایه: حق ستا د رب له جانبه دى، نو څوك چې (د ایمان) اراده وكړي، نو هغه دې ایمان راوړي او څوك چې (د كفر) اراده وكړې، نو هغه دې كافر شي، بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې چاپېره شوي دي۔ او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسي وشي لكه زوې (د تیلو خټ) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه مشروب او دغه بد ځاى دى د اوسېدلو
30إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، (، نو) بېشكه مونږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې ښه عمل يې كړى دى
31أُولَٰئِكَ لَهُمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ ۚ نِعْمَ الثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا
دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې د سروزرو په وښیو اراسته (او ښكلي) كاوه شي او دوى به د نري ورېښمو او پېړو ورېښمو شنې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې په دغو (جنتونو) كې به په تختونو باندې تكیه وهونكي وي، دغه ښه بدل دى او ښه د ارام ځاى دى
32۞ وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا رَّجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا
او دوى ته یو مثال بیان كړه، دوه سړي دي، په دوى كې یو ته مونږ د انګورو دوه باغونه وركړي دي، او دغه دواړه (باغونه) مونږ په كجورو سره پټ كړي دي او د دواړو په مینځ كې مونږ فصل (كښت) پیدا كړى دى
33كِلْتَا الْجَنَّتَيْنِ آتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِم مِّنْهُ شَيْئًا ۚ وَفَجَّرْنَا خِلَالَهُمَا نَهَرًا
دغه دواړه باغونه خپلې مېوې كوي اوهېڅ شى ترې نه نه كموي او مونږ د دواړو په مینځ كې ویاله بهولې ده
کهفقرآن فهرست
110آیت
MeccanRevelation
31آیت

ژباړه — کهف 31

سورت کهف آیت 31 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې…

سورت آیت 31/110 — سورت کهف الكهف (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت کهف واورئ, سورت کهف ژباړه, سورت کهف mp3, سورت کهف pdf. آیت 29–33. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers