Wa iz taqoolu lillazeee an`amal laahu `alaihi wa an`amta `alaihi amsik `alaika zawjaka wattaqil laaha wa tukhfee fee nafsika mal laahu mubdeehi wa takhshan naasa wallaahu ahaqqu an takhshaah; falammaa qadaa Zaidum minhaa wataran zawwajnaa kahaa likay laa yakoona `alal mu`mineena harajun feee azwaaji ad`iyaaa`ihim izaa qadaw minhunna wataraa; wa kaana amrul laahi af`oolaa
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا (هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
و تو، به آن مرد كه خدا نعمتش داده بود و تو نيز نعمتش داده بودى، گفتى: زنت را براى خود نگهدار و از خداى بترس. در حالى كه در دل خود آنچه را خدا آشكار ساخت مخفى داشته بودى و از مردم مىترسيدى، حال آنكه خدا از هر كس ديگر سزاوارتر بود كه از او بترسى. پس چون زيد از او حاجت خويش بگزارد، به همسرى تواش درآورديم تا مؤمنان را در زناشويى با زنان فرزند خواندگان خود، اگر حاجت خويش از او بگزارده باشند، منعى نباشد. و حكم خداوند شدنى است.
او (ای محمده!) هغه وخت ياد کړه چې تا هغه کس ته ويل چې الله پرې د اسلام په نعمت باندي احسان کړی و او تا پرې د آزادۍ په نعمت باندي احسان کړی و (يعني زيد بن حارثه رضي الله عنه) چې: خپله ښځه (زينب بنت جحش) پرېږده او وساته، او له الله څخه ووېرېږه (چې د هغې له طلاق څخه ډډه وکړې). او تا په خپل زړه کې هغه څه پټول چې الله به يې ښکاره کول (يعني دا چې زينب به ستا له نکاح سره راتلې) او تا له خلکو څخه وېره کوله (چې د منافقانو خبرې به څه شي) حال دا چې الله ډېر حقدار دی چې ته ترې ووېرېږې. نو کله چې زيد له هغې (زينب) نه خپله حاجت پوره کړ (او هغه يې طلاق کړه) نو مونږ هغه ستا سره په نکاح کړه، د دې لپاره چې پر مومنانو باندې هېڅ ګناه نه وي چې د خپلو پاللو زامنو (متبنيانو) په ښځو کې نکاح وکړي کله چې دوى له هغو نه خپله حاجت پوره کړي (او طلاق يې کړي). او د الله امر خامخا پوره کېدونکی دی، هېڅ شي د هغه مخه نه شي نيولای.
(۳) دعوتي او اصلاحي اړخونه:
ای مسلمانانو! وګورئ چې الله تعالی څنګه د خپل رسول (صلی الله عليه وسلم) په واسطه د جاهليت دودونه له منځه وړل او د اسلام د احکامو په پلي کولو سره يې د مسلمانانو لپاره اسانتياوې راوستلې. دا آيت مونږ ته دا درس راکوي چې الله تعالی ته بايد له هر چا نه ډېره وېره ولرو، نه د خلکو له وېري خپل شرعي فرضونه پرېږدو. او بله خبره دا ده چې د الله تعالی هر حکم به خامخا پلي کېږي، که څه هم خلک يې خوښ نه کړي. نو مونږ بايد د الله تعالی په امرونو باندې بشپړ باور ولرو او د هغه په احکامو کې له هېڅ ډول ترديده ډډه وکړو. همچنان دا آيت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک ژوند يوه برخه ده چې مونږ ته د هغه د امت د غړو په توګه د محبت او پيروي سبب ګرځي.
او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا (هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى
بېشكه مسلمانان او مسلمانانې او مومنان او مومنانې، او اطاعت كوونكي او اطاعت كوونكې او صادقان (رښتيني) او صادقانې او صبر كوونكي او صبر كوونكې اوعاجزي كوونكي او عاجزي كوونكې او خیرات كوونكي او خیرات كوونكې او روژه نیونكي او روژه نیوونكې او د خپلو شرم ځایونو حفاظت كوونكي او حفاظت كوونكې او الله لره ډېر یادوونكي او یادوونكې، الله د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر تیار كړى دى
او نه دي روا د هېڅ مومن لپاره او نه د مومنې لپاره، كله چې الله او د هغه رسول د یو كار فیصله وكړي دا چې د دوى لپاره دې په خپل كار كې اختیار وي او څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني كوي، نو یقینًا دغه (كس) ګمراه شو، ښكاره ګمراه كېدل
او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا (هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى
په نبي باندې هېڅ قدر حرج (او سختي) نشته په هغه كار (د نكاح) كې چې الله د ده لپاره مقرر كړى و، د الله (مقرر كړې) طریقه ده په هغو (نبیانو) كې چې له ده نه مخكې تېر شوي دي او دى د الله امر قطعي ټاكل شوې فیصله
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.