PDF —
227 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت شعراء pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت شعراء pdf پښتو — ډاونلوډ سورت شعراء ژباړه. سورت شعراء (Meccan) 227 آیت.

→ فرقانسورت شعراء نمل ←


227 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﭑﭒ
26:1 طا، سين، ميم
ﭓﭔﭕﭖﭗ
26:2 دا د واضح كتاب ایتونه دي
ﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞ
26:3 ښايي چې ته د خپل ځان هلاكوونكى يې، په دې وجه چې دوى مومنان كېږي نه
ﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪ
26:4 كه مونږ وغواړو (نو) په دوى به له اسمان نه یو دلیل نازل كړو، بیا به د دوى څټونه دغه (دلیل) ته غاړه ایښودونكي شي
ﭫﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴﭵﭶ
26:5 او دوى ته د رحمن له جانبه څه نوى ذكر (نصیحت) نه راځي مګر دوى له هغه نه مخ ګرځوونكي دي
ﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿ
26:6 نو تحقیق دوى تكذیب وكړ، پس دوى ته به ژر د هغه څه خبر (انجام) راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
ﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋ
26:7 ایا دوى ځمكې ته نه ګوري، څومره ډېر مونږ په دې كې له هر قسمه عمده جوړو نه زرغون كړي دي
ﮌﮍﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔﮕ
26:8 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه دي
ﮖﮗﮘﮙﮚﮛ
26:9 او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﮜﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣﮤ
26:10 او (یاد كړه) هغه وخت چې ستا رب موسٰى ته اواز وكړ داسې چې ته هغه قوم ته ورشه چې ظالمان دي
ﮥﮦﮧﮨﮩﮪ
26:11 چې د فرعون قوم دى، ایا دوى نه وېرېږي (له الله نه)!
ﮫﮬﮭﮮﮯﮰﮱ
26:12 (موسٰى) وویل: اى زما ربه! بېشكه زه له دې نه وېرېږم چې دوى به زما تكذیب وكړي
ﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛ
26:13 او (بل) زما سینه تنګېږي او (بل) زما ژبه نه چلېږي، نو ته هارون ته پېغام ولېږه
ﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢ
26:14 او (بل دا چې) د هغوى لپاره زما په خلاف (دعوىٰ د) ګناه ده، نو زه له دې نه وېرېږم چې دوى به ما قتل كړي
ﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩﯪﯫﯬ
26:15 (الله) وفرمایل: داسې نشي كېدى، نو تاسو دواړه زما له ښكاره معجزو سره لاړ شئ، بېشكه مونږ له تاسو سره یو، اورېدونكي یو
ﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳﯴ
26:16 نو تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، نو (ورته) ووایئ: بېشكه مونږ د رب العلمین استازي یو
ﯵﯶﯷﯸﯹﯺ
26:17 په دې خبره چې ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه
ﯻﯼﯽﯾﯿﰀﰁﰂﰃﰄﰅ
26:18 (فرعون) وویل: ایا مونږه په خپل كاله كې ستا پالنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې ته بچى وې او تا په مونږ كې د خپل عمر څو كاله تېر كړي وو
ﰆﰇﰈﰉﰊﰋﰌﰍ
26:19 او تا خپل هغه كار كړى و چې تا كړى و، په دې حال كې چې ته له ناشكرو ځنې يې
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗ
26:20 (موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم
ﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣ
26:21 نو كله چې زه له تاسو ووېرېدم (نو) له تاسو نه وتښتېدم، بیا ما ته زما رب حكم (او علم) راكړ او زه يې له رسولانو څخه وګرځولم
ﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬ
26:22 او دغه داسې احسان دى چې ته يې په ما زباتوې (هغه) دا دى چې تا بني اسرائیل غلامان ګرځولي وو
ﭭﭮﭯﭰﭱﭲ
26:23 فرعون وویل: او رب العلمین څه شى دى؟
ﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽ
26:24 هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ
ﭾﭿﮀﮁﮂﮃ
26:25 هغه (فرعون) خپلو ګېر چاپېره خلقو ته وویل: ایا تاسو نه اورئ؟
ﮄﮅﮆﮇﮈﮉ
26:26 (موسٰى) وویل: (چې رب العلمین) ستاسو رب دى او ستاسو د مخكينو پلرونو رب دى
ﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑ
26:27 (فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى
ﮒﮓﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜ
26:28 (موسٰى) وویل: (هغه) د مشرق او مغرب رب دى او څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو له عقل نه كار اخلئ
ﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣﮤﮥ
26:29 (فرعون موسٰى ته) وویل: قسم دى كه تا له ما نه غیر بل معبود ونیوه (نو) زه به خامخا هرومرو تا وګرځوم له قیدیانو ځنې
ﮦﮧﮨﮩﮪﮫ
26:30 (موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم
ﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔ
26:31 (فرعون) وویل: نو ته هغه راوړه كه ته له رښتینو څخه يې
ﯕﯖﯗﯘﯙﯚﯛ
26:32 نو هغه (موسٰى) خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه وه ښكاره ښامار
ﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢ
26:33 او خپل لاس يې راواېست، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپين و
ﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩﯪ
26:34 فرعون خپلو چاپېره سردارانو ته وویل: بېشكه دا یقینًا ډېر پوه جادوګر دى
ﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳ
26:35 دا غواړي چې په خپل جادو سره تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو د څه مشوره راكوئ؟
ﯴﯵﯶﯷﯸﯹﯺﯻ
26:36 هغوى وویل: ته دا او د ده ورور وروسته كړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه
ﯼﯽﯾﯿﰀ
26:37 چې تا ته هر ښه پوه، غټ جادوګر راولي
ﰁﰂﰃﰄﰅﰆ
26:38 نو جادوګر د معلومې ورځې میعاد ته راجمع كړى شول
ﰇﰈﰉﰊﰋﰌ
26:39 او خلقو ته وویل شول چې ایا تاسو راجمع كېدونكي یئ؟
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘ
26:40 كېدى شي چې مونږ د جادوګرو پیروي وكړو كه هم دوى غالب راتلونكي شي
ﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥ
26:41 نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟
ﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬ
26:42 ويې ويل: هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ!
ﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴ
26:43 دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ
ﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾ
26:44 نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل: د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو
ﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇ
26:45 نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو
ﮈﮉﮊﮋ
26:46 نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو
ﮌﮍﮎﮏﮐ
26:47 ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ
ﮑﮒﮓﮔ
26:48 چې د موسٰى او هارون رب دى
ﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣﮤﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬ
26:49 (فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم
ﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖ
26:50 هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو
ﯗﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢ
26:51 بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو
ﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩﯪﯫﯬ
26:52 او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي
ﯭﯮﯯﯰﯱﯲ
26:53 نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل
ﯳﯴﯵﯶﯷ
26:54 (او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده
ﯸﯹﯺﯻ
26:55 او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي
ﯼﯽﯾﯿ
26:56 او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو
ﰀﰁﰂﰃﰄ
26:57 نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل
ﰅﰆﰇﰈ
26:58 او له خزانو او ښو ځایونو نه
ﰉﰊﰋﰌﰍﰎ
26:59 همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول
ﰏﰐﰑ
26:60 نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗﭘﭙ
26:61 نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو
ﭚﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡ
26:62 (موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي
ﭢﭣﭤﭥﭦﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰ
26:63 نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله
ﭱﭲﭳﭴ
26:64 او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل
ﭵﭶﭷﭸﭹﭺ
26:65 اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو؛ ټولو ته نجات وركړ
ﭻﭼﭽﭾ
26:66 بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل
ﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆﮇﮈ
26:67 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو
ﮉﮊﮋﮌﮍﮎ
26:68 او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﮏﮐﮑﮒﮓ
26:69 او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله
ﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚ
26:70 كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ
ﮛﮜﮝﮞﮟﮠﮡ
26:71 هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو
ﮢﮣﮤﮥﮦﮧ
26:72 هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟
ﮨﮩﮪﮫﮬ
26:73 یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟
ﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔ
26:74 هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول
ﯕﯖﯗﯘﯙﯚ
26:75 هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ
ﯛﯜﯝﯞ
26:76 تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه
ﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥ
26:77 پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه
ﯦﯧﯨﯩﯪ
26:78 هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي
ﯫﯬﯭﯮﯯ
26:79 او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي
ﯰﯱﯲﯳﯴ
26:80 او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي
ﯵﯶﯷﯸﯹ
26:81 او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي
ﯺﯻﯼﯽﯾﯿﰀﰁﰂ
26:82 او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي
ﰃﰄﰅﰆﰇﰈﰉ
26:83 اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗ
26:84 او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه
ﭘﭙﭚﭛﭜﭝ
26:85 او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځنې وګرځوه
ﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭤ
26:86 او زما پلار ته بخښنه وكړه، یقینًا هغه له ګمراهانو ځنې و
ﭥﭦﭧﭨﭩ
26:87 او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي
ﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰ
26:88 په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن
ﭱﭲﭳﭴﭵﭶﭷ
26:89 مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى
ﭸﭹﭺﭻ
26:90 او جنت به (په هغې ورځ كې) پرهېزګارانو ته ورنژدې كړى شي
ﭼﭽﭾﭿ
26:91 او جهنم به ګمراهانو ته ښه ښكاره كړى شي
ﮀﮁﮂﮃﮄﮅﮆ
26:92 او دوى ته به وویل شي: چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به يې عبادت كاوه
ﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎ
26:93 له الله نه غیر، ایا دوى ستاسو مدد كوي، یا دوى بدله اخيستى شي؟
ﮏﮐﮑﮒﮓ
26:94 نو دا (بتان) به په دغه (جهنم) كې نسكور وغورځول شي دوى او ګمراهان هم
ﮔﮕﮖﮗ
26:95 او د ابلیس لښكرې، دوى ټول
ﮘﮙﮚﮛﮜ
26:96 دوى به ووايي، په داسې حال كې چې دوى به سره جګړې كوي:
ﮝﮞﮟﮠﮡﮢﮣ
26:97 قسم په الله، یقینًا مونږه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وو
ﮤﮥﮦﮧﮨ
26:98 كله چې مونږ تاسو له رب العلمین سره برابرولئ
ﮩﮪﮫﮬﮭ
26:99 او مونږ نه وو ګمراه كړي مګر مجرمانو (بدو مشرانو)
ﮮﮯﮰﮱﯓ
26:100 نو زمونږ لپاره هیڅوك شفاعت كوونكي نشته
ﯔﯕﯖﯗ
26:101 او نه كوم مخلص دوست
ﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟ
26:102 نو ارمان كه په رښتیا زمونږ لپاره یو ځل دنیا ته واپسي وى، نو چې شوي وى مونږ له مومنانو نه
ﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧﯨﯩ
26:103 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو
ﯪﯫﯬﯭﯮﯯ
26:104 او بېشكه ستا رب، خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﯰﯱﯲﯳﯴ
26:105 د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ
ﯵﯶﯷﯸﯹﯺﯻﯼ
26:106 كله چې دوى ته د دوى ورور نوح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
ﯽﯾﯿﰀﰁ
26:107 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
ﰂﰃﰄﰅ
26:108 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
ﰆﰇﰈﰉﰊﰋﰌﰍﰎﰏﰐﰑﰒ
26:109 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، نه دى اجر زما مګر په رب العلمین باندې
ﰓﰔﰕﰖ
26:110 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
ﰗﰘﰙﰚﰛﰜﰝ
26:111 هغوى وویل: ایا مونږ په تا ایمان راوړو!، حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلقو كړې ده
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗ
26:112 (نوح) وویل: او ما ته څه علم دى په هغه څه چې دوى يې كوي
ﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟﭠ
26:113 نه دى د دوى حساب مګر زما په رب باندې، كه تاسو پوهېږئ
ﭡﭢﭣﭤﭥ
26:114 او زه له سره دې مومنانو لره شړونكى نه یم
ﭦﭧﭨﭩﭪﭫ
26:115 زه نه یم مګر ښكاره وېروونكى
ﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳﭴ
26:116 دوى وویل: اى نوحه! قسم دى كه ته وانه وښتې (نو) خامخا هرومرو به ته له سنګسار كړى شويو ځنې شې
ﭵﭶﭷﭸﭹﭺ
26:117 هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم زما تكذیب وكړ
ﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄ
26:118 نو ته زما په مینځ كې او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي
ﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋ
26:119 نو مونږ نجات وركړ هغه ته او هغه چا ته چې له ده سره په ډكه كشتۍ كې وو
ﮌﮍﮎﮏﮐ
26:120 بیا مونږ له دې نه پس باقي خلق غرق (ډوب) كړل
ﮑﮒﮓﮔﮕﮖﮗﮘﮙﮚ
26:121 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده۔ او د دوى زیاتره مومنان نه وو
ﮛﮜﮝﮞﮟﮠ
26:122 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﮡﮢﮣﮤ
26:123 عادیانو د رسولانو تكذیب وكړ
ﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫﮬ
26:124 كله چې دوى ته د دوى ورور هود وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
ﮭﮮﮯﮰﮱ
26:125 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
ﯓﯔﯕﯖ
26:126 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
ﯗﯘﯙﯚﯛﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣ
26:127 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زمااجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
ﯤﯥﯦﯧﯨﯩ
26:128 ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ!
ﯪﯫﯬﯭﯮ
26:129 او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ
ﯯﯰﯱﯲﯳ
26:130 او كله چې تاسو نیول كوئ (، نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ
ﯴﯵﯶﯷ
26:131 نو تاسو له الله نه ووېږئ او زما اطاعت وكړئ
ﯸﯹﯺﯻﯼﯽ
26:132 او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې ستاسو مدد يې كړى دى په هغه څه سره چې تاسو پرې پوه یئ
ﯾﯿﰀﰁ
26:133 هغه ستاسو مدد كړى دى په څارویو او زامنو سره
ﰂﰃﰄ
26:134 او باغونو او چینو سره
ﰅﰆﰇﰈﰉﰊﰋ
26:135 بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم
ﰌﰍﰎﰏﰐﰑﰒﰓﰔﰕ
26:136 هغوى وویل: مونږ ته یو شان ده، ایا كه ته نصیحت (وعظ) كوې، یا ته نه كېږې له وعظ كوونكو نه
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
26:137 نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو
ﭗﭘﭙﭚ
26:138 او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو
ﭛﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦﭧ
26:139 نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو
ﭨﭩﭪﭫﭬﭭ
26:140 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﭮﭯﭰﭱ
26:141 ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ
ﭲﭳﭴﭵﭶﭷﭸﭹ
26:142 كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
ﭺﭻﭼﭽﭾ
26:143 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
ﭿﮀﮁﮂ
26:144 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
ﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎﮏ
26:145 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
ﮐﮑﮒﮓﮔﮕ
26:146 ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره
ﮖﮗﮘﮙ
26:147 په باغونو او چینو كې
ﮚﮛﮜﮝﮞ
26:148 او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي
ﮟﮠﮡﮢﮣﮤ
26:149 او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ
ﮥﮦﮧﮨ
26:150 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ
ﮩﮪﮫﮬﮭ
26:151 او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ
ﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕ
26:152 هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي
ﯖﯗﯘﯙﯚﯛ
26:153 هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې
ﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣﯤﯥﯦﯧ
26:154 ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې
ﯨﯩﯪﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱ
26:155 او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى
ﯲﯳﯴﯵﯶﯷﯸﯹ
26:156 او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي
ﯺﯻﯼﯽ
26:157 نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول
ﯾﯿﰀﰁﰂﰃﰄﰅﰆﰇﰈﰉﰊ
26:158 نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو
ﰋﰌﰍﰎﰏﰐ
26:159 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﭑﭒﭓﭔﭕ
26:160 د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ
ﭖﭗﭘﭙﭚﭛﭜﭝ
26:161 كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
ﭞﭟﭠﭡﭢ
26:162 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
ﭣﭤﭥﭦ
26:163 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
ﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳ
26:164 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
ﭴﭵﭶﭷﭸ
26:165 ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ
ﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂﮃﮄﮅ
26:166 او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ
ﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌﮍﮎ
26:167 دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې
ﮏﮐﮑﮒﮓﮔ
26:168 هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم
ﮕﮖﮗﮘﮙﮚ
26:169 اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي
ﮛﮜﮝﮞ
26:170 نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ
ﮟﮠﮡﮢﮣ
26:171 غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه
ﮤﮥﮦﮧ
26:172 بیا مونږ هغه نور هلاك كړل
ﮨﮩﮪﮫﮬﮭﮮﮯ
26:173 او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو)
ﮰﮱﯓﯔﯕﯖﯗﯘﯙﯚ
26:174 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو
ﯛﯜﯝﯞﯟﯠ
26:175 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﯡﯢﯣﯤﯥ
26:176 د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ
ﯦﯧﯨﯩﯪﯫﯬ
26:177 كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
ﯭﯮﯯﯰﯱ
26:178 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
ﯲﯳﯴﯵ
26:179 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
ﯶﯷﯸﯹﯺﯻﯼﯽﯾﯿﰀﰁﰂ
26:180 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
ﰃﰄﰅﰆﰇﰈﰉﰊ
26:181 تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ
ﰋﰌﰍﰎ
26:182 او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ
ﰏﰐﰑﰒﰓﰔﰕﰖﰗﰘ
26:183 او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
26:184 او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي
ﭗﭘﭙﭚﭛﭜ
26:185 هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې
ﭝﭞﭟﭠﭡﭢﭣﭤﭥﭦ
26:186 او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو
ﭧﭨﭩﭪﭫﭬﭭﭮﭯﭰ
26:187 نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې
ﭱﭲﭳﭴﭵﭶ
26:188 هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
ﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿﮀﮁﮂ
26:189 نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و
ﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉﮊﮋﮌ
26:190 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو
ﮍﮎﮏﮐﮑﮒ
26:191 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
ﮓﮔﮕﮖﮗ
26:192 او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى
ﮘﮙﮚﮛﮜ
26:193 دا جبریل امین راكوز كړى دى
ﮝﮞﮟﮠﮡﮢ
26:194 ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې
ﮣﮤﮥﮦ
26:195 په ښكاره عربي ژبه كې
ﮧﮨﮩﮪﮫ
26:196 او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى
ﮬﮭﮮﮯﮰﮱﯓﯔﯕﯖ
26:197 ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟
ﯗﯘﯙﯚﯛﯜ
26:198 او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى
ﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣ
26:199 بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو
ﯤﯥﯦﯧﯨﯩ
26:200 همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى
ﯪﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱ
26:201 دوى په ده ایمان نه راوړي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردوونكى عذاب وویني
ﯲﯳﯴﯵﯶﯷ
26:202 نو هغه (عذاب) به په دوى ناڅاپه راشي، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېږي
ﯸﯹﯺﯻﯼ
26:203 بیا به دوى وايي: ایا مونږ ته به مهلت راكولى شي؟
ﯽﯾﯿ
26:204 ایا نو دوى زمونږ همدا عذاب ژر غواړي
ﰀﰁﰂﰃﰄ
26:205 نو ته ما ته خبر راكړه كه مونږ دوى ته څو كاله نفع وركړو
ﰅﰆﰇﰈﰉﰊ
26:206 بیا په دوى هغه (عذاب) راشي چې دوى سره به يې وعده كولى شوه
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖﭗ
26:207 (نو) د دوى به هېڅ په كار رانشي هغه څه چې دوى ته به (په هغو سره) نفع وركولى شوه
ﭘﭙﭚﭛﭜﭝﭞﭟ
26:208 او مونږ هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر د هغه لپاره وېروونكي وو
ﭠﭡﭢﭣﭤ
26:209 د نصیحت كولو لپاره، اومونږ ظالمان نه وو
ﭥﭦﭧﭨﭩ
26:210 او دا (قرآن) شیطانانو نه دى راكوز كړى
ﭪﭫﭬﭭﭮﭯ
26:211 او نه دا (كار) د هغوى لپاره صحیح دى او نه دوى (د دې كار) طاقت لري
ﭰﭱﭲﭳﭴ
26:212 بېشكه دوى (شیطانان) له اورېدلو نه خامخا منع كړى شوي (لرې كړى شوي) دي
ﭵﭶﭷﭸﭹﭺﭻﭼﭽﭾ
26:213 نو ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله، (ګنې) نو شې به ته له عذاب وركړى شویو نه
ﭿﮀﮁﮂ
26:214 او ته خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه
ﮃﮄﮅﮆﮇﮈﮉ
26:215 او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي
ﮊﮋﮌﮍﮎﮏﮐﮑ
26:216 نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ
ﮒﮓﮔﮕﮖ
26:217 او ته توكل وكړه په ډېر غالب، بې حده رحم كوونكي ذات باندې
ﮗﮘﮙﮚﮛ
26:218 هغه چې تا ویني كله چې ته پاڅېږې (لمانځه ته)
ﮜﮝﮞﮟ
26:219 او په سجده كوونكو كې ستا اوښتل (ویني)
ﮠﮡﮢﮣﮤ
26:220 بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
ﮥﮦﮧﮨﮩﮪﮫ
26:221 ایا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟
ﮬﮭﮮﮯﮰﮱ
26:222 دوى په هر ډېر دروغجن، سخت مجرم باندې راكوزېږي
ﯓﯔﯕﯖﯗ
26:223 دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي
ﯘﯙﯚﯛ
26:224 او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي
ﯜﯝﯞﯟﯠﯡﯢﯣ
26:225 ایا ته نه وینې چې بېشكه دوى په هره وادۍ (ناو) كې سرګردانه ګرځي
ﯤﯥﯦﯧﯨﯩ
26:226 او بېشكه دوى وايي هغه څه چې دوى يې (پخپله) نه كوي
ﯪﯫﯬﯭﯮﯯﯰﯱﯲﯳﯴﯵﯶﯷﯸﯹﯺﯻﯼﯽﯾ
26:227 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers