PDF —
15 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت شمس pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت شمس pdf پښتو — ډاونلوډ سورت شمس ژباړه. سورت شمس (Meccan) 15 آیت.

→ بلدسورت شمس لیل ←


15 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﭜﭝﭞ
91:1 قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې
ﭟﭠﭡﭢ
91:2 اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي
ﭣﭤﭥﭦ
91:3 او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي
ﭧﭨﭩﭪ
91:4 او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)
ﭫﭬﭭﭮ
91:5 او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى
ﭯﭰﭱﭲ
91:6 او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده
ﭳﭴﭵﭶ
91:7 او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى
ﭷﭸﭹﭺ
91:8 نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده
ﭻﭼﭽﭾﭿ
91:9 چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ
ﮀﮁﮂﮃﮄ
91:10 او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ
ﮅﮆﮇﮈ
91:11 ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و
ﮉﮊﮋﮌ
91:12 كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو
ﮍﮎﮏﮐﮑﮒﮓﮔ
91:13 نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ
ﮕﮖﮗﮘﮙﮚﮛﮜ
91:14 نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل
ﮝﮞﮟﮠ
91:15 او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers