PDF —
21 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت لیل pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت لیل pdf پښتو — ډاونلوډ سورت لیل ژباړه. سورت لیل (Meccan) 21 آیت.

→ شمسسورت لیل ضحی ←


21 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮡﮢﮣﮤ
92:1 قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي
ﮥﮦﮧﮨ
92:2 او په ورځ باندې كله چې روښانه شي
ﮩﮪﮫﮬﮭ
92:3 او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي
ﮮﮯﮰﮱ
92:4 چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي
ﯓﯔﯕﯖﯗ
92:5 نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي
ﯘﯙﯚ
92:6 او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي
ﯛﯜﯝ
92:7 نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو
ﯞﯟﯠﯡﯢ
92:8 او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي
ﯣﯤﯥ
92:9 او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)
ﭑﭒﭓ
92:10 نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو
ﭔﭕﭖﭗﭘﭙﭚ
92:11 او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي
ﭛﭜﭝﭞ
92:12 بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي
ﭟﭠﭡﭢﭣ
92:13 او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)
ﭤﭥﭦﭧ
92:14 نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي
ﭨﭩﭪﭫﭬ
92:15 ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته
ﭭﭮﭯﭰ
92:16 هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى
ﭱﭲﭳ
92:17 او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى
ﭴﭵﭶﭷﭸ
92:18 هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي
ﭹﭺﭻﭼﭽﭾﭿ
92:19 او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي
ﮀﮁﮂﮃﮄﮅ
92:20 مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى
ﮆﮇﮈ
92:21 او خامخا ژر به دى راضي شي`

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers