Wa In kaana taaa`ifatum minkum aamanoo billazeee ursiltu bihee wa taaa`ifatul lam yu`minoo fasbiroo hattaa yahkumual laahu bainanaa; wa Huwa khairul haakimeen
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
او كه په تاسو كې یوه ډله داسې ده چې په هغه شي يې ایمان راوړى دى چې زه ورسره رالېږل شوى یم او بلې ډلې ایمان نه دى راوړى، نو تاسو صبر كوئ تر دې چې الله زمونږ په مینځ كې فیصله وكړي او هغه تر ټولو بهتر فیصله كوونكى دى
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
اگر گروهى از شما به آنچه من از جانب خدا بدان مبعوث شدهام، ايمان آوردهاند و گروهى هنوز ايمان نياوردهاند، صبر كنيد تا خدا ميان ما حكم كند كه او بهترين داوران است.
شویب علیه السلام خپل قوم ته وویل: که ستاسو څخه یوه ډله په هغه پیغام ایمان راوړی وي چې زه یې د خپل رب له لوري راوړم، او بله ډله یې نه وي منلې، نو تاسو چې کافران یاست، انتظار وکړئ تر هغه چې الله زموږ او ستاسو ترمنځ فیصله وکړي. دا فیصله به د قیامت په ورځ وي، یا به په دنیا کې د عذاب په راتلو سره وي. الله تعالی به مؤمنان وژغوري او کافران به هلاک کړي. الله تعالی تر ټولو غوره فیصله کوونکی او تر ټولو عادل قاضي دی، ځکه چې هغه په خپلو بندګانو باندې هیڅ ظلم نه کوي او فیصله یې تل پر انصاف وي. دا خبره د کافرانو لپاره وعید او ګواښ دی، نه د کفر پر پاتې کېدو امر.
فایدې:
دا چې الله تعالی تر ټولو غوره فیصله کوونکی دی، نو مؤمن باید په هغه باندې باور ولري او د هغه په فیصلې راضي وي.
په حق باندې د صبر کولو او د باطل په مقابل کې د ثابت قدمه پاتې کېدو هڅونه.
دا چې د حق او باطل ترمنځ جګړه به تل نه وي، بلکې الله به بالاخره فیصله وکړي، نو مؤمن باید مایوسه نه شي.
د الله تعالی عدل او انصاف ته اشاره، چې هغه به هیڅوک ظلم نه کوي او هرچا ته به د خپلو عملونو بدله ورکړي.
دا چې د پیغمبرانو خبره له حکمت او نرمۍ ډکه ده، ځکه چې دوی خپل قوم ته د ایمان امر کوي خو د زور او جبر پر ځای یې د انتظار او صبر سپارښتنه کوي.
او تاسو په هره لار كې مه كېنئ، چې تاسو (خلق) وېروئ او تاسو د الله له لارې نه هغه څوك منع كوئ چې په هغه (الله) ایمان راوړي او تاسو په هغې كې كوږوالى لټوئ او تاسو هغه وخت یاد كړئ كله چې تاسو ډېر لږ وئ، نو هغهٔ تاسو ډېر كړئ او تاسو وګورئ چې د ورانكارو انجام څنګه و؟
د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! خامخا لازمًا به مونږ تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه وباسو، یا به تاسو خامخا لازمًا زمونږ دین ته راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو
یقینًا مونږ به په الله باندې سخت دروغ تپلي وي كه مونږ ستاسو دین ته در وګرځو وروسته له دې چې مونږ ته الله له هغه نه خلاصى راكړ، او مونږ ته دا حق نشته چې هغه ته وګرځو مګر دا چې زمونږ رب الله (څه) وغواړي، زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى، خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! ته زمونږ په مینځ كې او زمونږ د قوم په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.