PDF —
19 آیت Meccan PDF
Built right in your browser — download starts automatically

سورت علق pdf — ډاونلوډ (پښتو)

سورت علق pdf پښتو — ډاونلوډ سورت علق ژباړه. سورت علق (Meccan) 19 آیت.

→ تینسورت علق قدر ←


19 آیت · Meccan · پښتو
bismillah
ﮕﮖﮗﮘﮙﮚ
96:1 ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)
ﮛﮜﮝﮞﮟ
96:2 ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى
ﮠﮡﮢﮣ
96:3 ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى
ﮤﮥﮦﮧ
96:4 هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده
ﮨﮩﮪﮫﮬﮭ
96:5 انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده
ﮮﮯﮰﮱﯓ
96:6 حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي
ﯔﯕﯖﯗ
96:7 په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو
ﯘﯙﯚﯛﯜ
96:8 بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي
ﯝﯞﯟﯠ
96:9 ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي
ﯡﯢﯣﯤ
96:10 بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي
ﯥﯦﯧﯨﯩﯪ
96:11 ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي
ﯫﯬﯭﯮ
96:12 یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي
ﭑﭒﭓﭔﭕ
96:13 ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي
ﭖﭗﭘﭙﭚﭛ
96:14 ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟
ﭜﭝﭞﭟﭠﭡﭢ
96:15 داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره
ﭣﭤﭥﭦ
96:16 داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى
ﭧﭨﭩ
96:17 نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي
ﭪﭫﭬ
96:18 ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو
ﭭﭮﭯﭰﭱﭲﭳ
96:19 داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه

قرآن کریم


Wednesday, September 9, 2026

Don't forget us in your sincere prayers