يوسف · 66/111
ژباړه لیکلاسته — سورت يوسف
قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَن يُحَاطَ بِكُمْ ۖ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ۝٦٦
Qaala lan ursilahoo ma`akum hattaa tu`tooni mawsiqam minal laahis lataa tunnanee biheee illaaa nay yuhaata bikum falammaaa aatawhu mawsiqahum qaalal laahu `alaa maa naqoolu Wakeel
📖 پښتو
هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى په هغه څه چې مونږ يې وایو

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د کلمو معناګانې:

  • لَنْ أُرْسِلَهُ: هغه به له تاسو سره نه استوم.
  • مَوْثِقًا: کلک عهد او ژمنه.
  • إِلَّا أَنْ يُحَاطَ بِكُمْ: مګر دا چې تاسو ټول محاصره شئ او هېڅ ونه شی کولای.
  • وَكِيلٌ: څارونکی، شاهد او ساتونکی.

د آیت تفسیر:

کله چې د حضرت یعقوب علیه السلام زامن له خپل ورور بنیامین سره د مصر په لور روانېدل غوښتل، نو حضرت یعقوب ورته وویل: زه به هېڅکله بنیامین له تاسو سره ونه استوم، تر هغه چې ما ته د الله په نوم کلک عهد او مضبوطه ژمنه راکړئ چې هغه به بېرته ما ته راولئ، مګر دا چې تاسو ټول محاصره شئ او هېڅ ونه شی کولای چې هغه وژغورئ. کله چې زامنو خپل پلار ته د الله په نوم کلکه ژمنه ورکړه، نو حضرت یعقوب وویل: الله زموږ د دې خبرو شاهد او څارونکی دی، او هغه به زموږ ترمنځ فیصله وکړي.

فايدې:

  • د ژمنې او عهد وفا کول د مسلمان له اخلاقو څخه دي، او حضرت یعقوب علیه السلام خپل زامن دې ته وهڅول چې خپله ژمنه د الله په نوم کلکه کړي.
  • په سختو حالاتو کې د الله پر توکل او د هغه پر شهادت باندې تکیه کول د مومن د ایمان نښه ده.
  • د اولاد د روزنې په برخه کې باید پلار خپل اولاد ته د امانت او ژمنې اهمیت ورزده کړي، لکه څنګه چې حضرت یعقوب علیه السلام وکړل.
  • د الله تعالی شاهدول په هر کار کې د صداقت او رښتینولۍ سبب ګرځي، ځکه چې مسلمان پوهېږي چې الله پر هر څه څارونکی دی.


📜 آیت 64-68 — سورت يوسف

64قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَىٰ أَخِيهِ مِن قَبْلُ ۖ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
هغه وویل: ایا زه تاسو په ده باندې امینان كړم مګر په شان د هغه چې ما تاسو له دې نه مخكې د ده په ورور باندې امینان ګرځولي وئ، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى
65وَلَمَّا فَتَحُوا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ ۖ قَالُوا يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي ۖ هَٰذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا ۖ وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ۖ ذَٰلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ
او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه ډېره اسانه پېمانه ده
66قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَن يُحَاطَ بِكُمْ ۖ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ
هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى په هغه څه چې مونږ يې وایو
67وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ ۖ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۖ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ
او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص د الله لپاره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي
68وَلَمَّا دَخَلُوا مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ إِلَّا حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا ۚ وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
او كله چې دوى ننوتل له هغه ځایه چې دوى ته يې خپل پلار حكم كړى و، هغه له دوى نه د الله (له فيصلې) نه هېڅ شى نشو لرې كولى، مګر دا د یعقوب په زړه كې یو حاجت و چې هغه يې ادا كړ، او بېشكه هغه یقینًا د علم خاوند و، په سبب د دې چې مونږ هغه ته تعلیم وركړى و او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
يوسفقرآن فهرست
111آیت
MeccanRevelation
66آیت

ژباړه — يوسف 66

سورت يوسف آیت 66 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه…

سورت آیت 66/111 — سورت يوسف يوسف (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت يوسف واورئ, سورت يوسف ژباړه, سورت يوسف mp3, سورت يوسف pdf. آیت 64–68. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers