طه · 14/135
ژباړه لیکلاسته — سورت طه
إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي ۝١٤
Innaneee Anal laahu laaa ilaaha illaa Ana fa`budnee wa aqimis-salaata lizikree
📖 پښتو
بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د کلمو معناګانې:

  • إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ: بېشكه زه هماغه الله يم.
  • لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا: له ما پرته بل هېڅ معبود (د عبادت وړ) نشته.
  • فَاعْبُدْنِي: نو زما عبادت وكړه.
  • وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي: او لمونځ زما د يادولو لپاره قايم كړه.

د آيت تفسير:

الله تعالیٰ خپل پيغمبر موسى عليه السلام ته په مقدسې دره (طوى) كې دا وينا كوي: "بېشكه زه هماغه الله يم چې له ما پرته بل هېڅ معبود په حقه نشته، نه شريك لرم او نه مثيل. نو ته يواځې زما عبادت كوه، او لمونځ په ښه او بشپړ ډول ادا كوه، ترڅو ته په هغه كې زما ياد وكړې." لمونځ په خپله برخه كې د قرآن تلاوت لري، او تلاوت په خپله برخه كې د الله ياد او ذكر لري، نو ځكه لمونځ د الله د يادولو غوره ذريعه ده. دا فرمان د موسى عليه السلام لپاره و، خو حكم يې د ټولو امتونو لپاره عمومي دی.

فايدې:

  • دا آيت د توحيد بنسټ ښيي: يواځې الله د عبادت وړ دی، او هر ډول عبادت له هغه پرته باطل دی.
  • لمونځ د الله له ياد سره تړلی دی؛ څوك چې لمونځ قايموي، هغه د الله په ياد كې ژوند كوي او د هغه له ذكر نه زړه يې ډكېږي.
  • لمونځ د مؤمن لپاره هغه وسيله ده چې د الله سره يې اړيكه قوي كوي او د ژوند په سختيو كې يې سوكى او اطمينان وركوي.
  • دا آيت مومنانو ته هڅونه وركوي چې لمونځ په خپل وخت او په بشپړ ډول ادا كړي، ځكه چې دا د الله د رضا او د هغه د ياد سبب ګرځي.


📜 آیت 12-16 — سورت طه

12إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ ۖ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى
بېشكه زه چې یم، زه ستا رب یم، نو ته خپلې پڼې وباسه، بېشكه ته په مقدسه (سپېڅلې) وادۍ (دره) طُوٰی كې يې
13وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَىٰ
او ته ما غوره كړى يې، نو ته هغه څه ته ښه غوږ شه چې وحي كولى شي
14إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي
بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه
15إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَىٰ
بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي
16فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَن لَّا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَىٰ
نو تا دې هیڅكله بند نه كړې له دغه (قیامت) نه هغه څوك چې په ده ایمان نه راوړي او هغه د خپل خواهش پیروي كوي (، ګنې) نو ته به هلاك شې
طهقرآن فهرست
135آیت
MeccanRevelation
14آیت

ژباړه — طه 14

سورت طه آیت 14 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ…

سورت آیت 14/135 — سورت طه طه (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت طه واورئ, سورت طه ژباړه, سورت طه mp3, سورت طه pdf. آیت 12–16. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers