حشر · 18/24
ژباړه لیکلاسته — سورت حشر
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ۝١٨
Yaaa ayyuhal lazeena aamanut taqul laa; waltanzur nafsum maa qaddamat lighadiw wattaqual laah; innal laaha khabeerum bimaa ta`maloon
📖 پښتو
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ۔ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى۔ او تاسو له الله نه ووېرېږئ ۔، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د کلمو معناګانې:

  • اتَّقُوا اللهَ: د الله له عذابه ځان ساتل، د هغه د امرونو په ترسره کولو او د هغه له نواهيو په ډډه کولو سره.
  • وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ: هر انسان دې ځان وګوري او فکر وکړي.
  • لِغَدٍ: د قیامت د ورځې لپاره، چې له نن ورځې څخه راتلونکې ورځ ده.
  • خَبِيرٌ: ښه پوه، چې له هېڅ شي نه پټ وي.

د آیت تفسیر:

ای هغو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسول يې ایمان راوړی او د هغه په شریعت يې عمل کړی دی! د الله له عذابه ځان وساتئ، د هغه د امرونو په ترسره کولو او د هغه له نواهيو په ډډه کولو سره. او هر سړی دې په دقت سره وګوري چې د قیامت د ورځې لپاره يې څه عمل مخکې لېږلي دي، ایا ښه عمل دی که بد. د الله له عذابه ووېرېږئ او په خپلو ټولو چارو کې د هغه له حکمونو سرغړونه مه کوئ. بېشکه الله ستاسو د ټولو عملونو څخه ښه خبر دی، نه يوه ذره عمل له هغه نه پټ دی، او هغه به تاسو ته ستاسو د عملونو سزا او جزا درکړي.

فايدې:

  • دا آیت مؤمنانو ته د تقوا او د الله له عذابه د ځان ساتلو سپارښتنه کوي، چې د دوی د ایمان د پیاوړتیا سبب ګرځي.
  • آیت انسان هڅوي چې د خپلو عملونو په اړه فکر وکړي او د قیامت د ورځې لپاره ځان چمتو کړي، ځکه چې نن ورځ د عمل ورځ ده او سبا د حساب ورځ ده.
  • د الله د خبرتیا یادونه د مؤمن په زړه کې د څارنې احساس پیدا کوي، چې هغه په پټو او ښکاره عملونو کې د الله څخه ووېرېږي او د ګناهونو څخه ځان وساتي.
  • دا آیت د حساب او جزا پر ورځ د ایمان پیاوړتیا کوي، ځکه چې الله د هر څه څخه خبر دی او خپلو بندګانو ته به د دوی د عملونو بشپړ جزا ورکړي.


📜 آیت 16-20 — سورت حشر

16كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ
(د منافقانو مثال د وعدې په مخالفت كې) د شیطان په شان دى كله چې هغه انسان ته ووايي چې كافر شه، نو كله چې هغه (انسان) كافر شي، دى (ورته) وايي: بېشكه زه له تا نه بېزاره (او جدا) یم۔، بېشكه زه له الله رب العالمین نه وېرېږم
17فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِي النَّارِ خَالِدَيْنِ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ
نو د دغو دواړو عاقبت (او انجام) دا دى چې بېشكه دوى دواړه په اور كې دي، چې په ده كې به تل ترتله وي او دغه د ظالمانو بدله ده
18يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ۔ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى۔ او تاسو له الله نه ووېرېږئ ۔، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ
19وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
او تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى، نو هغه (الله) له دوى نه خپل ځانونه هېر كړل۔، همدغه كسان نافرمانه دي
20لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۚ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ
د دوزخ والا او د جنت والا سره برابر نه دي۔، جنت والا چې دي؛ هم دوى كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي
حشرقرآن فهرست
24آیت
MedinanRevelation
18آیت

ژباړه — حشر 18

سورت حشر آیت 18 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له…

سورت آیت 18/24 — سورت حشر الحشر (Medinan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت حشر واورئ, سورت حشر ژباړه, سورت حشر mp3, سورت حشر pdf. آیت 16–20. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers