يوسف · 74/111
ژباړه لیکلاسته — سورت يوسف
قَالُوا فَمَا جَزَاؤُهُ إِن كُنتُمْ كَاذِبِينَ ۝٧٤
Qaaloo famaa jazaaa`u hooo in kuntum kaazibeen
📖 پښتو
هغوى وویل: نو د هغه جزا به څه وي كه تاسو غله وئ؟

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

قال منادي او د يوسف ملګرو ته: نو د هغه چا سزا به څه ده چې د بادشاه پياله يې غلا کړې وي، که تاسو په خپله خبره کې دروغجن ياست چې وايئ موږ غله نه يو؟



📜 آیت 72-76 — سورت يوسف

72قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَن جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ
هغوى وویل: مونږ د بادشاه پېمانه وركه كړې ده، او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دى، او زه د دې ضامن یم
73قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ
هغوى وویل: قسم په الله، یقینًا یقینًا تاسو پوه شوي یئ چې مونږ د دې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمكه كې فساد وكړو، او مونږ خو غله نه یو
74قَالُوا فَمَا جَزَاؤُهُ إِن كُنتُمْ كَاذِبِينَ
هغوى وویل: نو د هغه جزا به څه وي كه تاسو غله وئ؟
75قَالُوا جَزَاؤُهُ مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ
دوى وویل: د هغه جزا هغه كس دى د چا په بار كې چې دغه وموندل شي، نو هم دغه كس د هغه جزا دى، همدارنګه مونږ ظالمانو ته جزا وركوو
76فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاءِ أَخِيهِ ۚ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَّن نَّشَاءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ
نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى په بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله، همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى
يوسفقرآن فهرست
111آیت
MeccanRevelation
74آیت

ژباړه — يوسف 74

سورت يوسف آیت 74 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : هغوى وویل: نو د هغه جزا به څه وي كه…

سورت آیت 74/111 — سورت يوسف يوسف (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت يوسف واورئ, سورت يوسف ژباړه, سورت يوسف mp3, سورت يوسف pdf. آیت 72–76. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Tuesday, September 8, 2026

Don't forget us in your sincere prayers