Sayaqoolul lazeena ashrakoo law shaaa`al laahu maaa ashraknaa wa laaa aabaa`unaa wa laa harramnaa min shai`; kazaalika kazzabal lazeena min qablihim hattaa zaaqoo baasanaa; qul hal `indakum min `ilmin fatukh rijoohu lanaa in tattabi`oona illaz zanna wa in antum illaa takhhrusoon
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلونكي یئ
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
مشركان خواهند گفت: اگر خدا مىخواست، ما و پدرانمان مشرك نمىشديم و چيزى را حرام نمىكرديم. همچنين كسانى كه پيش از آنها بودند پيامبران را تكذيب كردند و خشم و عذاب ما را چشيدند. بگو: اگر شما را دانشى هست آن را براى ما آشكار سازيد. ولى شما، تنها، از گمان خويش پيروى مىكنيد و گزافهگويانى بيش نيستند.
مشرکان به دروغ ووایي چې: که الله غوښتلې وای، نو مونږ به شرک نه و کړی او نه زمونږ پلرونو به شرک کړی و، او نه به مونږ هېڅ شی حرام کړی و. دوی دا خبره د خپل شرک او حرامو د جواز لپاره د الله پر مشیت باندې حواله کوي. الله تعالی د دوی د دې خبرې په رد کې فرمایي چې همداسې مخکینیو کافرانو هم د خپلو پیغمبرانو تکذیب کړی و، تر هغه چې زمونږ عذاب یې وڅکاوه. نو مشرکانو ته ووایه: ایا تاسو له خپلې دې ادعا په حقانیت باندې کوم علمي دلیل لرئ چې الله ستاسو د شرک او حرامو کولو غوښتونکی دی؟ که لرئ، نو هغه راوړئ. تاسو یوازې د ګمان پیروي کوئ او یوازې دروغ وایئ.
فايدې:
دا چې د الله پر مشیت باندې حواله کول د ګناه د جواز لپاره دلیل نه دی، ځکه الله انسان ته عقل او اختیار ورکړی دی.
دا چې مشرکان او کافرانو تل د خپلو ناوړه کارونو لپاره بهانې لټولې دي، خو دا بهانې د الله په نزد هېڅ ارزښت نه لري.
دا چې د دین په چارو کې باید یوازې د علم او یقین پیروي وشي، نه د ګمان او اټکل.
دا چې الله تعالی له انسانانو سره د دوی په کړنو کې انصاف کوي او هېڅوک د هغه په عذاب کې ظلم نه کیږي.
ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلونكي یئ
او پر هغو كسانو باندې چې یهودیان دي، مونږ هر نوكداره څاروي حرام كړي وو او له غوایانو او ګډو نه مونږه پر هغوى باندې د هغو دواړو وازدې حرامې كړې وې، سِوا له هغو نه چې د هغو شاګانو پورته كړې وي، یا كُلمو، یا هغه چې له هډوكو سره لګېدلې وي، دا مونږ هغوى ته د خپلې سركشۍ سزا وركړه او بېشكه مونږ خامخا رښتیا ویونكي یو
ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلونكي یئ
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.