ربنا! مونږ د كافرانو لپاره فتنه مه جوړوه، يعنې ته مونږ ته داسې عذاب مه راكوه او نه پر مونږ باندې كافرانو ته دومره غلبه وركړه چې هغوى پر مونږ باندې غالب شي، ځكه كه داسې وشي نو هغوى به ووايي: كه دا خلق په حق باندې وى نو پر دوى باندې به داسې مصيبت نه راغلى وى، نو په دې توګه به هغوى په كفر كې نور هم زيات شي او مونږ به هم زموږ د دين په باره كې په فتنه كې ولوېږو.
او اى زمونږ ربه! ته زمونږ ګناهونه وبخښه، ځكه چې يقيناً ته ډېر غالب (عزيز) يې چې هيڅوك ستا په وړاندې غالب كېدلى نشي، او ډېر حكيم يې چې ستا هر كار او هر حكم په حكمت سره وي.
اى زمونږ ربه! ته رحم وكړه پر مونږ باندې، او زمونږ د ايمان په بدل كې مونږ ته ثبات راكړه، او زمونږ دښمنان پر مونږ باندې مه مسلط كوه، ځكه چې ته يې يوازې حقيقى مالك او واكمن يې، او ستا حكمت له هر شي څخه پورته دى.
تاسو ته به له سره نفع در ونه رسوي ستاسو خپلویانې او نه ستاسو اولاد۔، د قیامت په ورځ به هغه (الله) ستاسو په مینځ كې فیصله كوي۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى
یقینًا تاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو۔ او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په منیځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى۔، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې ايكي يواځې دى۔ خو خپل پلار ته د ابراهیم د دې (استغفار له) خبرې نه غیر چې: ’’زه به تا لپاره خامخا ضرور استغفار غواړم‘‘، او زه تا لپاره د الله په مقابله كې د هېڅ شي اختیار نه لرم ۔، اى زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تا ته مو رجوع كړې ده او خاص تا ته بېرته درتګ دى
امېد دى چې الله ستاسو په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې دوستي پیدا كړي چې تاسو ورسره دښمني كړې ده او الله ښه قادر دى، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.