ژباړه — Tafsir
د مهمو کلمو معنا:
- استقامو: په سمه لار ولاړ شي، ثابت قدم شي.
- الطريقة: دلته اسلامي لار او د حق لار ده.
- غدقًا: ډېر اوبه، پرېمانه اوبه.
تفسیر:
الله تعالی په دې آیت کې فرمايي چې که انسانان او پېريان د اسلام پر لار ولاړ شي، د حق پر لار ثابت قدم پاتې شي او له هغې لارې ونه اوښتي، نو الله تعالی به پرېمانه اوبه ورکړي او په دنيوي رزق کې به پراخوالی راولي. دا د دوی لپاره ازمېښت دی چې وګوري څنګه د الله تعالی پر نعمتونو شکر ادا کوي. دا خبره هغه وخت وه چې پر قریشو او کفارو اوه کاله وچکالي راغلې وه، نو الله تعالی ورته وویل که پر سمه لار ولاړ شي، نو پرېمانه باران به ورکړي. خو څوک چې د الله تعالی له اطاعت او د قرآن له اورېدو او عمل څخه مخ واړوي، نو الله تعالی به هغه سخت او دروند عذاب ته داخل کړي.
فايدې:
- د اسلام پر لار ولاړېدل د دنيوي او اخرتي برکتونو سبب دی.
- الله تعالی له خپلو بندګانو سره ډېر مهربان دی، ځکه چې د هغوی د سمون لپاره يې د رزق پراخوالی وعده کړې.
- د الله تعالی نعمتونه ازمېښت دي، نو بايد پرې شکر ادا کړو.
- د حق لارې ته مخه کول د عذاب څخه خلاصون او د رحمت لاسته راوړل دي.
📜 آیت 14-18 — سورت جن
ژباړه — جن 16
سورت جن آیت 16 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او (بله وحي ما ته دا راغلې ده چې) كه…سورت آیت 16/28 — سورت جن الجن (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت جن واورئ, سورت جن ژباړه, سورت جن mp3, سورت جن pdf. آیت 14–18. پښتو: فارسی.
قرآن کریم
Monday, September 7, 2026
Don't forget us in your sincere prayers








