احزاب · 25/73
ژباړه لیکلاسته — احزاب
وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا ۚ وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا ۝٢٥
Wa raddal laahul lazeena kafaroo bighaizihim lam yanaaloo khairaa; wa kafal laahul mu`mineenal qitaal; wa kaanal laahu Qawiyyan `Azeezaa
📖 پښتو
او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل، په داسې حال كې چې هېڅ خیر يې ونه موند۔ او الله مومنان له جنګ نه وساتل۔او الله ډېر زورور، ښه غالب دى

🎧 واورئ


📜 آیت 23-27 — احزاب

23مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا
په مومنانو كې ځینې داسې سړي دي چې هغه خبره يې رښتیا كړله چې په هغې يې له الله سره عهد كړى و نو ځينې په دوى كې هغه دي چې پوره يې كړ خپل نذر (عهد) او ځینې په دوى كې هغه دي چې انتظار كوي او دوى (په خپله خبره كې) تبدیلي نه ده كړې، هېڅ تبدیلي
24لِّيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِن شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
د دې لپاره چې الله رښتینو ته د هغوى د رښتیاوو په سبب بدله وركړي او منافقانو ته عذاب وركړي كه يې وغواړي، یا په دوى رجوع وكړي، بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
25وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا ۚ وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا
او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل، په داسې حال كې چې هېڅ خیر يې ونه موند۔ او الله مومنان له جنګ نه وساتل۔او الله ډېر زورور، ښه غالب دى
26وَأَنزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا
او هغه (الله) هغه كسان چې د دوى مرسته يې كړې وه، چې له اهل كتابو ځنې وو، له خپلو قلاګانو نه راكوز كړل۔ او د دوى په زړونو كې يې وېره وغورځوله، (نو) یوه ډله تاسو وژله او بله ډله تاسو بندي كوله
27وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَئُوهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا
او هغه، تاسو وارثان كړئ د هغوى د ځمكو او د هغوى د كورونو او د هغوى د مالونو او د هغې ځمكې چې تاسو هغه نه وه پایمال كړې، او الله په هر شي باندې له ازله ښه قادر دى
احزابقرآن فهرست
73آیت
MedinanRevelation
25آیت

ژباړه — احزاب 25

سورت احزاب آیت 25 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل،…

سورت آیت 25/73 — احزاب الأحزاب (Medinan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: احزاب واورئ, احزاب ژباړه, احزاب mp3, احزاب pdf. آیت 23–27. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Wednesday, August 19, 2026

Don't forget us in your sincere prayers