وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوا عَلَيْهَا حَاجَةً فِي صُدُورِكُمْ وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ ٨٠
🔤 Transliteration
Wa lakum feehaa manaafi`u wa litablughoo `alaihaa haajatan fee sudoorikum wa `alaihaa wa `alal fulki tuhmaloon
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
او تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي او د دې لپاره چې تاسو په دوى سره هغه حاجت ته ورسېږئ چې ستاسو په سینو كې دى، او په دغو باندې او په كشتیو باندې تاسو سورول كېږئ
🌐 Additional reference in فارسی
د ژوندې ژويو (څارویو ) په اړه چې الله تعالی راته پیدا کړي دي، تاسو ته په کې ډېرې ګټې او فایدې دي، لکه د هغو له وړیو، وېښتو، کرکې او شیدو څخه استفاده، او د هغو په واسطه د بارونو رسول.
او (الله تعالی دا څاروي پیدا کړي دي ) د دې لپاره چې تاسو پرې خپلې هغه اړتیاوې پوره کړئ چې ستاسو په سینه کې دي، یعنې له یوه ځایه بل ځای ته د سفر کولو او خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره.
نو په دې څارویو باندې تاسو په وچه (ځمکه ) کې سپاره یاست، او په بېړیو (کشتیو ) باندې تاسو په سمندر کې هم لېږدول کیږئ.
دا د الله تعالی لوی احسان دی چې تاسو ته یې د تګ راتګ او خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره داسې وسایل برابر کړي دي، نو تاسو باید د هغه شکر ادا کړئ او یوازې د هغه عبادت وکړئ.
وَلَكُمۡ فِيهَا مَنَٰفِعُ وَلِتَبۡلُغُواْ عَلَيۡهَا حَاجَةً فِي صُدُورِكُمۡ وَعَلَيۡهَا وَعَلَى ٱلۡفُلۡكِ تُحۡمَلُونَ ٨٠
او تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي او د دې لپاره چې تاسو په دوى سره هغه حاجت ته ورسېږئ چې ستاسو په سینو كې دى، او په دغو باندې او په كشتیو باندې تاسو سورول كېږئ
🖼️ Save Image
🎬 Save Video
📜 آیت 78-82 — سورت غافر
78 وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ ۗ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ
او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې ډېر رسولان رالېږلي وو، په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته بيان كړي دي او په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته نه دي بیان كړي. او د هېڅ رسول لپاره دا ممكن نه وه چې هغه پخپله كومه معجزه راوړي مګر د الله په حكم سره، نو كله چې د الله حكم راشي (نو) په حق سره به فیصله وكړى شي او په دغه وخت (او ځاى) كې به باطل پرستان تاوانیان شي
79 اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَنْعَامَ لِتَرْكَبُوا مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې څاروي پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو په دوى كې په ځینو سورلي كوئ او په دوى كې ځینې تاسو خورئ
80 وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوا عَلَيْهَا حَاجَةً فِي صُدُورِكُمْ وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ
او تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي او د دې لپاره چې تاسو په دوى سره هغه حاجت ته ورسېږئ چې ستاسو په سینو كې دى، او په دغو باندې او په كشتیو باندې تاسو سورول كېږئ
81 وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَأَيَّ آيَاتِ اللَّهِ تُنكِرُونَ
او هغه (الله) تاسو ته خپلې نښې ښیي، نو تاسو د الله له كومو نښو نه انكار كوئ؟
82 أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ
ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، پس چې دوى كتلي وى چې د هغو خلقو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه زیات وو او د قوت او په ځمكه كې د نښو په لحاظ ډېر سخت وو، نو د دوى هېڅ په كار رانغلل هغه څه چې دوى به ګټل
ژباړه — غافر 80 سورت غافر آیت 80 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي…
سورت آیت 80/85 — سورت غافر غافر (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت غافر واورئ, سورت غافر ژباړه, سورت غافر mp3, سورت غافر pdf. آیت 78–82. پښتو: فارسی.