ژباړه — Tafsir
د معنیٰ لرونکي کلمې:
- فَمَهِّلْ: مهلت ورکړه، وروسته کړه، انتظار وکړه.
- أَمْهِلْهُمْ: دوی ته مهلت ورکړه.
- رُوَيْدًا: لږ څه، ډېر لږ وخت.
تفسیر:
اى رسوله! ته د دغو كافرانو په معامله كې ښه صبر وكړه، او د هغوى د سزا غوښتنه مه كوه. الله تعالیٰ تا ته وايي چې دوى ته لږ مهلت وركړه، ډېر ژر به دوى ته سزا درسيږي. دا خبره د الله تعالیٰ له خوا كافرانو ته یو ډول ګواښ او وعید دى، چې د هغوى عذاب به حتماً راشي، خو ورو ورو او په خپل وخت به راشي. لکه څنګه چې كافرانو د حق د ختمولو لپاره چلونه او كيدونه كول، الله تعالیٰ هم د هغوى په مقابل كې پټ تدبيرونه لري، او دوى به په خپل كيد كې پاتې راشي. دا مهلت د دوى لپاره رحمت نه دى، بلكې د عذاب د زياتوالي سبب ګرځي، ځكه چې دوى به په خپل كفر او سركشۍ كې نور هم زياتيږي، او بيا به د هغوى سزا ډېره سخته وي. لکه څنګه چې د بدر په جګړه كې دوى ته سزا ورسېده، او د الله تعالیٰ وعید په حقه ووت.
فايدې:
- دا آيت مومنانو ته تسليت او ډاډ وركوي چې د كافرانو د چلونو او كيدونو په مقابل كې اندېښنه مه كوئ، ځكه چې الله تعالیٰ د دوى د سزا لپاره وخت ټاكلى دى.
- دا چې الله تعالیٰ كافرانو ته مهلت وركوي، دا د هغوى د رحمت له امله نه دى، بلكې د عدل له مخې دى، تر څو حجت پرې بشپړ شي او بيا يې سزا ورسېږي.
- په دې كې د رسول الله ﷺ او مومنانو لپاره صبر او زغم ته هڅونه ده، چې د دښمنانو له ځورونې او چلونو نه مه وېرېږي، او د الله په وعید باور وكړي.
- دا آيت دا هم ښيي چې د الله تعالیٰ سزا حتمي ده، خو په خپل وخت راځي، او بیړه يې نه كوي، ځكه چې هغه ښه پوهېدونكى او حكيم دى.
📜 آیت 15-17 — سورت طارق
ژباړه — طارق 17
سورت طارق آیت 17 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ…سورت آیت 17/17 — سورت طارق الطارق (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت طارق واورئ, سورت طارق ژباړه, سورت طارق mp3, سورت طارق pdf. آیت 15–17. پښتو: فارسی.
قرآن کریم
Monday, September 7, 2026
Don't forget us in your sincere prayers








