Innal lazeena aamanoo wallazeena haadoo wan nasaaraa was Saabi`eena man aamana billaahi wal yawmil aakhiri wa `amila saalihan falahum ajruhum `inda Rabbihim wa laa khawfun `alaihim wa laa hum yahzanoon
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
كسانى كه ايمان آوردند و كسانى كه آيين يهودان و ترسايان و صابئان را برگزيدند، اگر به خدا و روز بازپسين ايمان داشته باشند و كارى شايسته كنند، خدا به آنها پاداش نيك مىدهد و نه بيمناك مى شوند و نه محزون.
صابئين: هغه خلک چې له يو دين نه بل دين ته وتل، او دلته هغه صابئان مقصود دي چې د حضرت ابراهيم عليه السلام پر دين وو او يوازې الله ته يې عبادت کاوه.
د آيت تفسير:
الله تعالی په دې آيت کې فرمايي چې هغه کسان چې پر الله او آخرت يې ايمان راوړی او نيک عملونه يې کړي دي، که د دې امت (د حضرت محمد ﷺ امت) څخه وي يا د هغو امتونو څخه چې د حضرت محمد ﷺ له رالېږل کېدو مخکې تېر شوي دي — لکه يهود، نصارى او صابئان — نو د دوی اجر او ثواب د دوی د رب په نزد خوندي دی. دوی به په آخرت کې هېڅ وېره نه لري او نه به غمژن کېږي. خو دا خبره د هغه وخته ده چې د حضرت محمد ﷺ رالېږل شوی نه و. له هغه وروسته بيا الله تعالی يوازې اسلام قبلوي او له اسلام پرته بل هېڅ دين نه مني.
فايدې:
الله تعالی ډېر رحمونکی او مهربان دی، چې د تېرو امتونو د نيکو خلکو اجر يې نه هېروي او د دوی د نيکو عملونو قدر کوي.
ايمان يوازې په ژبه نه دی، بلکې په زړه، ژبه او عمل سره بشپړېږي؛ څوک چې په الله او آخرت ايمان ولري او نيک عملونه وکړي، د هغه اجر به خامخا ورکړل شي.
د الله تعالی انصاف دا دی چې هر چا ته به د هغه د عمل مطابق بدله ورکوي، او هېڅوک به له دې انصاف نه بې برخې نه وي.
دا آيت مسلمانانو ته ډاډ ورکوي چې که دوی په رښتيني ايمان او نيکو عملونو ولاړ وي، نو په آخرت کې به له هر ډول وېرې او غم نه خوندي وي.
یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.