ژباړه — Tafsir
د لفظونو معاني:
- الحمد: ټول ثنا، ستاينه او مننه.
- الحكيم: هغه ذات چې په هر کار کې يې حكمت (په كار اچول) وي، هر څه په خپل ځاى او په ښه انداز سره كوي.
- الخبير: هغه ذات چې د خپلو مخلوقاتو په ټولو ښكاره او پټو حالاتو خبر وي، هېڅ شى پرې نه پټېږي.
تفسير:
ټول ثنا، ستاينه او مننه يواځې د الله جل جلاله لپاره ده، هغه ذات چې د اسمانونو او ځمكې ټول ملك، مخلوقات او تدبير د هغه په لاس كې دي. هر څه چې په دې دواړو كې دي، هغه يې خالق، مالك او مدبر دى. لکه څنګه چې په دې دنيا كې ټول حمد او ثنا د هغه لپاره دى، په آخرت كې به هم همداسې وي؛ ځكه چې په آخرت كې به د جنت اوسېدونكي او ټول مخلوقات د هغه د نعمتونو په ليدو سره د هغه ثنا او ستاينه كوي، لکه څنګه چې په دنيا كې يې كوله. هغه ذات په خپلو ټولو كارونو كې حكيم دى، هر څه په ښه حكمت سره كوي، او د خپلو بنده ګانو په ټولو ښكاره او پټو حالاتو خبر دى، هېڅ شى د هغه له علمه نه پټ نه دى.
فايدې:
- دا چې الله تعالى د هر څه مالك دى، نو بنده ګان بايد خپل زړونه له هغه سره وتړي، نه له مخلوقاتو سره، ځكه چې ټول څه د هغه په ملك كې دي.
- د حمد او ستاينې عادت د زړه صفا كوي او انسان له الله سره نژدې كوي، ځكه چې الله د حمد كوونكو بنده ګانو سره ډېر مينه كوي.
- په آخرت كې به هم حمد وي، نو دا په دې دلالت كوي چې د آخرت ژوند به د نعمتونو څخه ډك وي، چې هلته به بنده ګان د الله ثنا وايي.
- د الله حكمت او خبرتيا موږ ته دا ښيي چې په هر څه كې حكمت شته، نو بايد په الله باندې باور وكړو او د هغه په قضاو قدر راضي واوسو، ځكه چې هغه په هر څه خبر دى او هر څه په حكمت سره كوي.
📜 آیت 1-3 — سورت سبا
ژباړه — سبا 1
سورت سبا آیت 1 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : ټول د كمال صفتونه يواځې هغه الله لره دي چې…سورت آیت 1/54 — سورت سبا سبأ (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت سبا واورئ, سورت سبا ژباړه, سورت سبا mp3, سورت سبا pdf. آیت 1–3. پښتو: فارسی.
قرآن کریم
Monday, September 7, 2026
Don't forget us in your sincere prayers








