يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۖ وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ ٥
🔤 Transliteration
Yaaa ayyuhan naasu inna wa`dal laahi haqqun falaa taghurrannakumul hayaatud dunyaa; wa laa yaghurran nakum billaahil gharoor
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو دې دنيايي ژوند له سره غره (دوكه) نه كړي او تاسو دې ډېر غره (دوكه) كوونكى د الله په باره كې له سره غره نه كړي
🌐 Additional reference in فارسی
ای انسانو! بېشكه چې د الله تعالیٰ وعده (د بیا ژوندي کولو، د ثواب او عذاب وعده ) حقه او ثابته ده، په هغې كې هېڅ شك او تغیر نشته. نو تاسو ته دې د دنيا ژوند (د هغه له خوندونو او خواهشاتو سره ) غولولې نه وي، او نه دې تاسو د الله تعالیٰ په باره كې هغه غولونكى (شيطان ) غولولې وي، ځكه چې هغه تاسو ته د الله تعالیٰ د رحمت او بخښنې په اړه دروغه امیدونه دركوي او د ګناهونو او نافرمانيو په لور مو بولي.
شيطان د بني آدم ښكاره دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ او د هغه اطاعت مه كوئ. هغه خپل پلويان يوازې د ګمراهۍ او بې لارۍ په لور بللي، تر څو چې دغه كسان د دوزخ د لمبې وهونكې اور ملګري شي. نو اې انسانانو! د دنيا د ژوند له لنډو خوندونو او شيطان له چلونو خبر اوسئ، او د قيامت د ورځې لپاره په نېكو عملونو سره تيارې شئ، ځكه چې هغه ورځ به راشي او هلته به هر سړى خپل كړي عملونه وګوري.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقٌّۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِٱللَّهِ ٱلۡغَرُورُ ٥
اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو دې دنيايي ژوند له سره غره (دوكه) نه كړي او تاسو دې ډېر غره (دوكه) كوونكى د الله په باره كې له سره غره نه كړي
🖼️ Save Image
🎬 Save Video
📜 آیت 3-7 — سورت فاطر
3 يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
اى خلقو! تاسو د الله هغه نعمتونه یاد كړئ چې په تاسو شوي دي۔، ایا له الله نه غیر (بل) خالق شته، چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه رزق دركوي؟ نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو كوم اړخ ته تاسو ګرځولى كېږئ
4 وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
او كه چېري دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له تا نه د مخكینو رسولانو هم تكذیب شوى دى، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځولى شي
5 يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۖ وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ
اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو دې دنيايي ژوند له سره غره (دوكه) نه كړي او تاسو دې ډېر غره (دوكه) كوونكى د الله په باره كې له سره غره نه كړي
6 إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ
بېشكه شیطان هم ستاسو دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ، یقینًا همدا خبره ده چې هغه خپله ډله رابلي، د دې لپاره چې دوى له دوزخیانو ځنې شي
7 الَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ
هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى
ژباړه — فاطر 5 سورت فاطر آیت 5 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو…
سورت آیت 5/45 — سورت فاطر فاطر (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت فاطر واورئ, سورت فاطر ژباړه, سورت فاطر mp3, سورت فاطر pdf. آیت 3–7. پښتو: فارسی.