ابراهيم · 34/52
ژباړه لیکلاسته — سورت ابراهيم
وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ ۝٣٤
Wa aataakum min kulli maa sa altumooh; wa in ta`uddoo ni`matal laahi laa tuhsoohaa; innal insaana lazaloo mun kaffaar
📖 پښتو
او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى

🎧 واورئ


📜 آیت 32-36 — سورت ابراهيم

32اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ
الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په هغو سره يې له مېوو نه تاسو لپاره رزق راويستلى دى او تاسو لپاره يې بېړۍ مسخرې كړې دي، د دې لپاره چې هغه (بېړۍ) د هغه په حكم سره په سمندر كې روانې وي، او تاسو لپاره يې نهرونه مسخر كړي دي
33وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ
او تاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او تاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي
34وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ
او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى
35وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الْأَصْنَامَ
او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته
36رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ ۖ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي ۖ وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
بېشكه دوى (بتانو) له خلقو څخه ډېر زیات (خلق) ګمراه كړي دي، نو چا چې زما پيروي وكړه، نو بېشكه هغه زما څخه دى او چا چې زما نافرماني وكړه، نو بېشكه ته ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى يې
ابراهيمقرآن فهرست
52آیت
MeccanRevelation
34آیت

ژباړه — ابراهيم 34

سورت ابراهيم آیت 34 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو…

سورت آیت 34/52 — سورت ابراهيم إبراهيم (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت ابراهيم واورئ, سورت ابراهيم ژباړه, سورت ابراهيم mp3, سورت ابراهيم pdf. آیت 32–36. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers