ژباړه — Tafsir
د کلمو معناګانې:
- اغْفِرْ: وبخښه، معاف کړه
- وَالِدَيَّ: زما مور او پلار
- يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ: هغه ورځ چې حساب قايمېږي (د قيامت ورځ)
تفسير:
او خليل الله حضرت ابراهيم عليه السلام په خپله دعا کې وايي: "اى زموږ ربه! ما ته وبخښه هغه څه چې له ما څخه پېښ شوي دي او له هغو خطاګانو څخه چې انسان ترې نه خلاصېږي، ما معاف کړه. او زما مور او پلار ته هم وبخښه." دا دعا يې هغه وخت کړې وه چې لا يې نه و پوهېدلى چې پلار يې د الله دين ته دښمن دی؛ نو کله چې ورته څرګنده شوه چې پلار يې پر الله باندې کافر دی او د الله دين ته دښمني کوي، نو له هغه څخه يې بېزارۍ وښوده او د هغه لپاره يې بيا استغفار ونه کړ. او د خپلې مور په اړه ويل کېږي چې هغې اسلام راوړى و، نو د هغې لپاره يې استغفار وکړ. بيا يې د ټولو مومنانو لپاره دعا وکړه او ويل يې: "او ټولو مومنانو ته هم وبخښه د هغې ورځې په مهال چې خلک به د حساب او سزا لپاره د خپل رب په وړاندې ودرېږي."
فايدې:
- دا چې انبياوو او پيغمبرانو ته هم د استغفار او بخښنې غوښتل ښوول شوي دي، نو نور خلک بايد څومره زيات د الله څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي.
- د مور او پلار لپاره دعا او استغفار کول د نېکۍ او ښېګڼې له سترو کارونو څخه دي، خو که مور او پلار پر الله کافر وي، نو د هغوى لپاره استغفار کول جايز نه دي.
- د ټولو مومنانو لپاره دعا کول د مسلمانانو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ روحيه پياوړې کوي او ښيي چې مسلمانان بايد يو بل ته د ښېګڼې دعاګانې وکړي.
- د قيامت د ورځې يادونه او د حساب يادول د انسان لپاره د عمل او ښه چلند هڅوونکی دى، ځکه چې هر څوک به د خپلو کړنو حساب ورکوي.
📜 آیت 39-43 — سورت ابراهيم
ژباړه — ابراهيم 41
سورت ابراهيم آیت 41 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : اى زمونږ ربه! ته ما وبخښې او زما مور او…سورت آیت 41/52 — سورت ابراهيم إبراهيم (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت ابراهيم واورئ, سورت ابراهيم ژباړه, سورت ابراهيم mp3, سورت ابراهيم pdf. آیت 39–43. پښتو: فارسی.
قرآن کریم
Monday, September 7, 2026
Don't forget us in your sincere prayers








