ژباړه — Tafsir
د کلمو معناګانې:
- أَفَلَمْ يَسِيرُوا: ایا نو نه دي ګرځېدلي/سفر کړی.
- يَعْقِلُونَ: پوهېږي، عقل ته يې رسوي.
- يَسْمَعُونَ: اوري (د منلو او غور په نیت).
- تَعْمَى: ړنده شي، لید له لاسه ورکړي.
- الْأَبْصَارُ: سترګې (ظاهري لید).
- الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ: هغه زړونه چې په سینه کې دي (یعني د پوهې او بصیرت ځای).
تفسیر:
ایا دا كسان چې ستا (رسول الله صلی الله علیه وسلم) د پیغام منكر دي، په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې د هغو پخوانیو قومونو آثار او كلیو ته وګوري چې د الله تعالی په نافرمانۍ او د رسولانو په تكذیب كې يې هلاک کړي دي؟ كه چېرې يې دا سفر كړی وای، نو د دوی زړونه به داسې شوي وای چې په هغو سره به يې پوهېدل او غور به يې كاوه، او غوږونه به يې داسې شوي وای چې په هغو سره به يې د هلاک شویو قومونو خبرې د منلو او عبرت اخیستلو په نیت اورېدلې. خو د دوی دا سفر او لیدل بې ګټې دي، ځكه چې اصلي ړوندوالی د سترګو ړوندوالی نه دی، بلكې هغه ړوندوالی چې انسان ته ضرر رسوي او د هلاکت لامل ګرځي، د زړه ړوندوالی دی — یعني د بصیرت له لاسه ورکول، چې د حق د درک، د عبرت اخیستلو او د نصیحت د منلو توان نه وي. نو د دوی سترګې روغې دي، خو زړونه يې ړنده دي، ځکه چې د الله تعالی له نښو او د پخوانیو قومونو له سرنوشته عبرت نه اخلي.
فايدې:
- دا چې د ایمان او پوهې اصل د زړه بصیرت دی، نه د سترګو ظاهري لید؛ نو هر څوك چې د زړه سترګې روغې وي، هغه له هرې نښې او پېښې څخه عبرت اخلي او د حق په لور لار مومي.
- دا چې د پخوانیو قومونو سرنوشت او د هلاکت آثار زموږ لپاره د عبرت لوی درس دی، او دا د قرآن کریم له لارې را ته رسول شوي دي؛ نو باید يې په غور سره واورو او ترې پند واخلو.
- دا چې د انسان د هلاکت اصلي لامل د زړه سختي او د حق نه منل دي، نه د ظاهري عیبونو شتون؛ نو بايد د زړه د پاکوالي او د بصیرت د روښانتیا لپاره هڅه وکړو، تر څو د الله تعالی په نعمتونو او نښو پوه شو او د هغه په عبادت كې ثابت قدم اوسو.
📜 آیت 44-48 — سورت حج
ژباړه — حج 46
سورت حج آیت 46 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، نو…سورت آیت 46/78 — سورت حج الحج (Medinan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت حج واورئ, سورت حج ژباړه, سورت حج mp3, سورت حج pdf. آیت 44–48. پښتو: فارسی.
قرآن کریم
Monday, September 7, 2026
Don't forget us in your sincere prayers








