فرقان · 25/77
ژباړه لیکلاسته — سورت فرقان
وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنزِيلًا ۝٢٥
Wa Yawma tashaqqaqus samaaa`u bilghamaami wa nuzzilal malaaa`ikatu tanzeela
📖 پښتو
او (یاده كړه) هغه ورځ چې په ورېځو سره به اسمان ټوټې ټوټې شي او ملايك به نازل كړى شي (پرله پسې) نازلول

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د مهمو کلمو معنا:

  • تَشَقَّقُ: چیرېدل، درزیدل، بېلېدل.
  • بِالْغَمَامِ: د ورېځو سره، یا د ورېځو له لارې. دلته مراد سپینې، نرۍ او رقیقې ورېځې دي.
  • تَنزِيلًا: ښکته کول، نازلول. دلته د کثرت او عظمت لپاره راغلی، یعنې ډېر نازلول.

د آیت تفسیر:

اى نبي! هغه ورځ ياد كړه چې اسمان به چيري او درزېږي، او له دغو درزونو څخه به سپينې او نرۍ ورېځې راڅرګندېږي. په هغه ورځ به الله تعالی پرېمانه او ډېر پرېمانه ملايك له اسمانونو څخه ځمكې ته نازلوي، چې د حشر په ميدان كې به د ټولو مخلوقاتو شاوخوا ګرځي او احاطه به يې كوي. دا ټول د قيامت د ورځې د سترې وېرې او عظمت نښې دي، او الله تعالی به پخپله د بنده ګانو د فيصلې لپاره راشي، هغه راتګ چې د هغه د جلال او شان له مخې مناسب وي.


د آيت څخه ترلاسه شوې فايدې:

  1. د قيامت ورځ ډېره ستره او وېروونكې ورځ ده؛ اسمان به چيري، ورېځې به راڅرګندېږي او ملايك به په پرېمانه توګه نازليږي. دا صحنې د هغې ورځې د عظمت ښودونكې دي.
  2. د ملايكو نزول او د هغوى په پرېمانه توګه راتګ د الله تعالی د قدرت او د هغه د امر د سترتوب ښودنه كوي.
  3. په دې آيت كې د الله تعالی د راتګ يادونه شوې، چې موږ بايد پر دې ايمان ولرو چې الله به د قيامت په ورځ د فيصلې لپاره راشي، خو د هغه راتګ زموږ له پوهې او درك څخه پورته دى، او موږ يې يواځې په هغه ډول منو چې الله او د هغه رسول بيان كړى دى، پرته له تشبيه او تعطيل څخه.
  4. دا آيت مومنان هڅوي چې د قيامت د ورځې د وېرې په زړه كې وساتي او د هغې ورځې لپاره ځانونه تيار كړي، ځكه چې هغه ورځ به ډېره سخته او درنه وي.
  5. د دې آيت له مخې معلومېږي چې الله تعالی به د خپلو بنده ګانو ترمنځ په عدل او انصاف سره فيصله كوي، او هېڅوك به له هغه څخه تېښته نه شي كولى.


📜 آیت 23-27 — سورت فرقان

23وَقَدِمْنَا إِلَىٰ مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَّنثُورًا
او دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو
24أَصْحَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًا
جنتیان به په دغې ورځ كې د استوګنې په لحاظ غوره او د ارام ځاى په لحاظ ډېر ښه وي
25وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنزِيلًا
او (یاده كړه) هغه ورځ چې په ورېځو سره به اسمان ټوټې ټوټې شي او ملايك به نازل كړى شي (پرله پسې) نازلول
26الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَٰنِ ۚ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى الْكَافِرِينَ عَسِيرًا
حقیقي بادشاهي به په دغې ورځ كې د رحمن لپاره وي، او وي به دغه په كافرانو ډېره سخته ورځ
27وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا
او (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي، په داسې حال كې چې وايي به: اى كاشكې! ما له رسول سره (نېغه) لار نیولې وى
فرقانقرآن فهرست
77آیت
MeccanRevelation
25آیت

ژباړه — فرقان 25

سورت فرقان آیت 25 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او (یاده كړه) هغه ورځ چې په ورېځو سره به…

سورت آیت 25/77 — سورت فرقان الفرقان (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت فرقان واورئ, سورت فرقان ژباړه, سورت فرقان mp3, سورت فرقان pdf. آیت 23–27. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers