آل عمران · 195/200
ژباړه لیکلاسته — سورت آل عمران
فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ ۖ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ ۝١٩٥
Fastajaaba lahum Rabbuhum annee laaa Udee`u `amala `aamilim minkum min zakarin aw unsaa ba`dukum mim ba`din fal lazeena haajaroo wa ukhrijoo min diyaarihim wa oozoo fee sabeelee wa qaataloo wa qutiloo la ukaffiranna `anhum saiyi aatihim wa la udkhilanna hum Jannnatin tajree min tahtihal anhaaru sawaabam min `indil laah; wallaahu `indahoo husnus sawaab
📖 پښتو
نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضائع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه نه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

فاستجاب رب د دوی دعا و منو ته وویل چې زه د عمل کوونکی عمل له سره نه ضايع کوم، که هغه سړی وی که ښځه. تاسو ټول يو له بل څخه ياست، په دين او ثواب کې ستاسو ترمنځ هيڅ توپير نشته. هغه کسان چې هجرت يې وکړ، له خپلو کورونو و ايستل شول، زما په لاره کې يې تکليفونه وزغمله، جنګ يې وکړ او ووژل شول، زه به خامخا د هغوی ګناهونه معاف کړم او هغوی به داسې جنتونو ته داخل کړم چې د هغو له لاندې ولې بهيږي. دا به د الله له لوري ښه بدله وي، او الله ته ډېر ښه ثواب دي.



📜 آیت 193-197 — سورت آل عمران

193رَّبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ
اى زمونږه ربه! بېشكه مونږه یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږه ربه! نو ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په دې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره يو
194رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ
اى زمونږه ربه! او مونږ ته هغه (ثوابونه) راكړه چې تا له مونږ سره د خپلو رسولانو په ژبه (د هغو) وعده كړې ده، او د قیامت په ورځ مونږه مه رسوا كوه، بېشكه ته د وعدې مخالفت نه كوې
195فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ ۖ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ
نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضائع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه نه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده
196لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي الْبِلَادِ
(اى اورېدونكیه!) په ښارونو كې د كافرانو تلل راتلل دې تا تېر نه باسي (دوكه نه كړي)
197مَتَاعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ الْمِهَادُ
(دا) ډېره لږه فايده ده، بیا د هغو اوسېدنځای جهنم دى او هغه بده استوګنه ده
آل عمرانقرآن فهرست
200آیت
MedinanRevelation
195آیت

ژباړه — آل عمران 195

سورت آل عمران آیت 195 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه…

سورت آیت 195/200 — سورت آل عمران آل عمران (Medinan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت آل عمران واورئ, سورت آل عمران ژباړه, سورت آل عمران mp3, سورت آل عمران pdf. آیت 193–197. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Tuesday, September 8, 2026

Don't forget us in your sincere prayers