ژباړه — Tafsir
د کلمو معناګانې:
- فَنَبَذْنَاهُمْ: مونږ هغوى په (بحر) كې وغورځول.
- الْيَمّ: بحر (سمندر).
- مُلِيمٌ: هغه څوك چې داسې كار وكړي چې د ملامتۍ وړ وي؛ يعني هغه څه وكړل چې پرې ملامتېدل روا دي.
تفسیر:
نو مونږ فرعون او د هغه ټول لښكر ونیول او په سمندر كې يې وغورځول، تر دې چې ټول غرق شول او هلاك شول. فرعون په داسې حال كې ډوب شو چې د ملامتۍ او عتاب وړ و؛ ځكه هغه د الله تعالی په آیتونو كې تكذیب كړی و، د خدای ادعا يې كړې وه او په ځمكه كې يې ظلم او فساد خپور كړی و. دا د هغه د كفر، سركشۍ او طغیان سزا وه چې الله تعالی يې وركړه.
فايدې:
- دا چې الله تعالی د ظالمانو او سركشانو سره سخته معامله كوي او د هغوى د ظلم او طغیان پایله هلاكت او تباهي ده.
- دا چې د الله تعالی په مقابل كې هېڅوك د دې توان نه لري چې له سزا څخه وتښتي، كه څومره هم ځواكمن او لوی لښكر ولري.
- دا چې په ځمكه كې ظلم او فساد كول د الله تعالی له عذاب او غضب سره مخ كوي، او د مومنانو لپاره دا عبرت دی چې د الله تعالی له حكمونو څخه سرغړونه ونه كړي.
- دا چې الله تعالی د خپلو بندګانو سره عدل كوي؛ كه څوك نېكي وكړي، جزا ورته وركوي او كه بدي وكړي، سزا ورته وركوي.
📜 آیت 38-42 — سورت ذاریات
ژباړه — ذاریات 40
سورت ذاریات آیت 40 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه…سورت آیت 40/60 — سورت ذاریات الذاريات (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت ذاریات واورئ, سورت ذاریات ژباړه, سورت ذاریات mp3, سورت ذاریات pdf. آیت 38–42. پښتو: فارسی.
قرآن کریم
Monday, September 7, 2026
Don't forget us in your sincere prayers








